YouVersion Logo
Search Icon

حجى ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
حضرت حجى پېغمبر خلقو ته داسې فرمائى چې خُدائ پاک له په خپل ژوند کښې اوله درجه ورکړئ. خُدائ پاک خپلو منونکو له حکمت او طاقت ورکوى چې هغه کار وکړى کوم چې ورته خُدائ پاک حواله کړے دے. خو کۀ مونږ خيال نۀ کوُو نو د ژوند مصروفيات به مونږ د خُدائ پاک نه لرې کړى. يهوديانو دا خبره هېره کړه چې هغوئ چا بچ کړل او وې ساتل. نن سبا د ترقۍ او د ټيکنالوجۍ په دې تېز ترين دور کښې مونږ په ځائ د دې چې د خُدائ کارونو له زور ورکړو نو مونږ خپلو کارونو کښې بوخت يُو. خو خُدائ پاک مونږ نه دا غواړى چې په خپل هر کار کښې هغۀ له اوله درجه ورکړُو. د خُدائ پاک بادشاهى آزمائشى ښکارېدے شى خو د خُدائ پاک طاقت له شکست ورکول ناممکن دى. کله چې مونږ قدم اخلو نو هغه د کار کولو دپاره زمونږ ټول ضرورتونه پوره کوى. کله چې د حضرت عيسىٰ مسيح نه پينځه سوه اتۀ دېرش کاله وړاندې د يهوديانو اوله ډله د بابل د جلاوطنۍ نه يروشلم ته راواپس شوه نو هغوئ د خُدائ پاک د کور جوړولو کار شروع کړو خو ډېر زر يې حوصله بائيلله او کار يې بند کړو. خو د حضرت حجى او حضرت زکرياه په نبوتى خِدمت او ډاډګيرنې په اثر کښې هغوئ په دوه ويشت کاله کښې د خُدائ پاک د کور جوړولو کار سر ته ورسولو. حضرت حجى خلق ورټل چې تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ او د خُدائ پاک کور کنډر پروت دے. هغۀ خبردارے ورکړو چې باوجود د دې چې تاسو ښۀ محنت وکړئ او پېسې وګټئ نو هغه به تاسو له هيڅ فائده درنۀ کړى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ کور جوړول نظر انداز کړى دى او هغه تاسو نه نارضا دے. حضرت حجى هغوئ له دعوت ورکړو چې توبه وکړئ او د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره کړے لوظ تازه کړئ. د خُدائ پاک د کور دوباره آبادول د دې خبرې نښه وه چې د خُدائ پاک حضورى د خپلو خلقو په مينځ کښې بيا موجوده ده. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۱۳ آيت ”زۀ ستاسو مل يم.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy