11
يوولسم باب
1او د داريوس ميدى د بادشاهۍ په اول کال، زۀ ودرېدلم چې هغه مضبوط او تکړه کړم. 2نو بيا اوس، زۀ تاسو ته رښتيا وايم.
د قومونو په خپلو کښې جنګونه
په فارس کښې به نور درې بادشاهان راوچت شى، او بيا به څلورم بادشاه راشى، څوک چې به د هغوئ ټولو نه زيات مالداره وى. هغۀ د خپل دولت په ذريعه طاقت حاصل کړے دے، نو هغه به هر څوک د يونان د حکومت په خلاف راوچت کړى. 3نو بيا به يو زورَور بادشاه راشى او هغه به په لوئ اختيار سره بادشاهى کوى او هر څۀ چې يې زړۀ غواړى هغه به وکړى. 4خو د هغۀ د ښکاره کېدو نه وروستو به د هغۀ بادشاهى ټوکړې ټوکړې شى، او دا به په څلورو حِصو تقسيم شى. دا به د دۀ اولاد ته پاتې نۀ شى، او نۀ به بيا هغه داسې طاقتوره وى لکه څنګه چې اول وه، ځکه د دۀ بادشاهى به د بېخ نه ختمه شى او نورو ته به حواله کړے شى. 5د جنوب بادشاه به مضبوط شى، خو د هغۀ يو آفسر به د هغۀ نه زيات مضبوط شى او هغه به د هغۀ نه په زيات طاقت سره په خپلو خلقو حکومت کوى. 6څو کاله پس به د جنوب او د شمال بادشاه په خپلو کښې اِتحاد جوړ کړى. د جنوب د بادشاه لور به د شمال بادشاه ته د اِتحاد جوړولو دپاره وادۀ کړے شى، خو هغه به په خپل خاوند اثر رسوخ ونۀ ساتلے شى هغه او د هغې اثر رسوخ به ختم شى. نو هغه به بيا سره د خپل پلار او شاهى خِدمت کوونکو ووژلے شى. 7نو بيا به د هغې د خاندان نه يو کس راوچت شى چې د هغې ځائ ونيسى. او هغه به د شمال د بادشاه په فوج حمله وکړى او هغه قلعه ګانو ته به ننوځى، هغه به د هغوئ خلاف جنګ وکړى او کامياب به شى. 8هغه به د هغوئ معبودان، د هغوئ د پيتلو بُتان او د هغوئ قيمتى د سپينو او سرو زرو سامان قبضه کړى او ځان سره به يې مِصر ته يوسى. او د څو کالو پورې به هغه د شمال په بادشاه حمله ونۀ کړى. 9بيا به د شمال بادشاه د جنوب د بادشاه په سلطنت حمله وکړى خو هغه به واپس شى او خپل مُلک ته به لاړ شى. 10د هغۀ زامن به د جنګ دپاره تيار شى او يو لوئ لښکر به جوړ کړى، دا به لکه د سېلاب غوندې وى او جنګ به د هغۀ قلعه ګانو ته ورورسوى. 11بيا به د جنوب بادشاه په غصه کښې راوځى او د شمال د بادشاه په خلاف به جنګ وکړى، څوک چې به لوئ لښکر تيار کړى خو هغوئ به هم شکست وخورى. 12کله چې فوج تباه شى نو د جنوب بادشاه کښې به غرور راشى او هغه به په زرګونو خلق مړۀ کړى، خو هغه به د ډېر وخت پورې کامياب نۀ شى. 13ځکه چې د شمال بادشاه به بل لښکر راغونډ کړى، د وړومبى لښکر نه به غټ وى، او يو څو کاله پس به هغه د يو لوئ لښکر سره په هر قسمه وسلو سمبال راشى. 14په هغه وخت کښې به ډېر خلق د جنوب د بادشاه خلاف راپاڅى. ستا د قوم پارېدلى خلق به د رويا په پوره کېدو کښې بغاوت وکړى، خو هغوئ به کامياب نۀ شى. 15نو بيا به د شمال بادشاه راشى او قلعه بند ښار د قبضه کولو دپاره به د خاورو ډيرى جوړ کړى. د جنوب فوجيان به دوئ ايسارولے نۀ شى، تر دې چې د ټولو نه ښۀ او زورَور فوجيان به هم د هغوئ مقابله نۀ شى کولے. 16حمله کوونکے بادشاه به هم هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى، څوک به د هغۀ خلاف نۀ شى ودرېدلے. هغه به ځان په ښائسته مُلک کښې آباد کړى او هغۀ سره به د هغې د تباه کولو اختيار وى. 17هغه به يوه منصوبه جوړه کړى چې د خپل ټول سلطنت د زور سره راشى او هغه به د جنوب د بادشاه سره اِتحاد وکړى. او خپله لور به هغۀ ته وادۀ کړى د دې دپاره چې سلطنت تباه کړى، خو د هغۀ منصوبه به کاميابه نۀ شى او نۀ به فائده ورکړى. 18هغه به ساحلى علاقې خوا ته خپله توجو وګرځوى او په ډېرو علاقو به قبضه وکړى، خو د يو بل مُلک فوجى کمانډر به د هغۀ ګستاخانه رويه ختمه کړى او په شرمونو به يې وشرموى. 19د دې نه پس به هغه خپل مُلک کښې خپلو قلعه ګانو ته واپس شى خو هغه به تيندک وخورى او وبه غورزيږى نو د هغۀ نام و نشان به پاتې نۀ شى. 20د هغۀ په ځائ به بل بادشاه راشى هغه به محصُول اخستونکى ولېږى چې شاهى شان و شوکت پرې وساتى. خو په لږو ورځو کښې به هغه تباه شى، خو نۀ د غصې په وجه او نۀ د جنګ په وجه.
د شام يو بدعمله بادشاه
21د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى. 22د هغۀ په وړاندې به لوئ لښکر جارُو شى، هغه او مشر اِمام به تباه شى. 23هغۀ سره د لوظ کولو نه پس به هغه د هغوئ سره دوکه وکړى او د لږو کسانو سره به هغه قدرت حاصل کړى. 24ناګهانه به مالداره صوبې ونيسى نو هغه به په هغوئ حمله وکړى او هغه هر څۀ به حاصل کړى چې د هغوئ پلار نيکۀ نۀ وو حاصل کړى. هغه به غنيمت، لوټ شوے دولت په خپلو ملګرو کښې تقسيم کړى. هغه به د قلعه ګانو د قبضه کولو منصوبې جوړې کړى خو دا به د لږ وخت دپاره وى. 25د يو لوئ لښکر سره به هغه زور ولګوى او په نرتوب به د جنوب بادشاه په خلاف جنګ وکړى. د جنوب بادشاه به هم د خپل لوئ او طاقتور لښکر سره جنګ وکړى، خو هغه به د شمال د بادشاه په وړاندې د هغه منصوبو په وجه ونۀ دريږى کومې يې چې د هغۀ په خلاف جوړې کړې دى. 26هغوئ څوک چې د بادشاه روټۍ خورى هغوئ به د هغۀ د تباه کولو کوشش وکړى، د هغۀ لښکر به ختم شى، او ډېر به په جنګ کښې مړۀ کړے شى. 27نو دواړه بادشاهان به د شېطانۍ نه ډکو زړونو سره په يو مېز کښېنى او يو بل ته به دروغ ووائى، خو يو به هم کامياب نۀ شى ځکه چې خاتمه به بيا هم په خپل مقرر وخت راشى. 28د شمال بادشاه به ډېر دولت سره خپل مُلک ته واپس شى، خو د هغۀ زړۀ به د مقدس لوظ خلاف شى. هغه به دې ته نقصان ورسوى او بيا به خپل مُلک ته واپس لاړ شى. 29په مقرر وخت به هغه بيا په جنوبى مُلک حمله وکړى، خو دې ځل به يې نتيجه د مخکښې نه بدله وى. 30د مغربى سمندر د غاړې کشتۍ به د هغۀ مخالف راشى، او هغه به زړۀ بائيلى. بيا به هغه واپس شى او خپله غصه به د مقدس لوظ په خلقو وباسى. هغه به واپس شى او په هغوئ به مهربان شى څوک چې مقدس لوظ هېروى. 31د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بېحرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى. 32بادشاه به په غوړو خبرو سره هغوئ دوکه کړى چا چې لوظ مات کړے دے، خو کوم خلق چې خپل خُدائ پاک پېژنى هغوئ به زورَور وى او د هغۀ مقابله به وکړى. 33څوک چې هوښيار دى هغوئ به ډېرو ته صحيح تعليم ورکړى، خو د څۀ وخت دپاره به هغوئ په تُوره قتل کړے شى يا به وسوزولے شى يا به قېد کړے شى او يا به لوټ کړے شى. 34کله چې هغوئ راپرېوځى ورته به صرف لږ مدد مِلاو شى، او ډېر چې مخلص نۀ دى ورسره به ملګرى شى. 35څۀ هوښياران به قتل کړے شى، د دې دپاره چې د آخر وخت پورې صفا، خالص او بېداغه کړے شى ځکه چې مقرر وخت راتلونکے دے. 36بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى. 37هغه به د خپل پلار نيکۀ معبودانو له عزت نۀ ورکوى او نۀ هغه معبود له کوم چې د ښځو خوښ دے، او نۀ به د يو معبود عزت کوى، خو هغه به خپل ځان د دې ټولو نه اوچت ګڼى. 38د دې په ځائ به هغه د قلعه ګانو د معبود عزت وکړى، د هغه معبود کوم چې د دۀ پلار نيکۀ نۀ پېژندلو. هغه به د هغۀ عزت د سرو او سپينو زرو او قيمتى کاڼو او قيمتى تُحفو ورکولو سره وکړى. 39هغه به د پردى معبود په مدد سره په مضبوطو قلعه ګانو حمله وکړى او د هغوئ به ډېر عزت کوى څوک چې د هغۀ حکومت منى. هغه به هغوئ په ډېرو خلقو حکمرانان مقرر کړى او په اجر کښې به په هغوئ زمکه تقسيم کړى. 40په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګاډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى. 41هغه به په ښائسته مُلک حمله وکړى. ډېر مُلکونه به شکست وخورى، خو ادوم، موآب او د عمون مشران به د هغۀ د لاس نه بچ شى. 42هغه به خپل حکومت په ډېرو مُلکونو ومنى، او مِصر به ترې هم خلاص نۀ شى. 43هغه به د مِصر د سرو او سپينو خزانې او ټول دولت قبضه کړى، او ليبيا او ايتهوپيا به هم هغۀ ته تسليم شى. 44خو بيا به د مشرق او شمال افواګانې هغه پرېشانه کړى، او هغه به په ډېره غصه کښې راوځى چې ډېر خلق تباه او نيست و نابود کړى. 45هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.