YouVersion Logo
Search Icon

دانيال 10

10
لسم باب
د دجله سيند په غاړه د حضرت دانيال رويا
1د فارس د بادشاه خورس د بادشاهۍ په درېم کال ما دانيال ته چې راته بيلطشضر هم وئيل کېدو يوه رويا راکړے شوه. د دې پېغام حقيقت وو او دا د يو لوئ جنګ په حقله وه. د رويا په وسيله زۀ په دې پېغام پوهه شوم. 2کله چې دا رويا ما وليده نو په هغه وخت کښې ما دانيال د درې هفتو نه ماتم کولو. 3ما نۀ ښۀ خوراک کړے وو،نۀ مې غوښه او نۀ مې مے خپلو شونډو ته نزدې کړى وُو، او ما د درېو هفتو د تېرېدو پورې د سر تېل هم استعمال کړى نۀ وو. 4د وړومبۍ مياشتې په څليريشتمه ورځ، کله چې زۀ د دجله د لوئ سيند په غاړه ولاړ وم، 5هر کله چې ما بره وکتل نو ځان ته مخامخ مې يو سړے وليدو چې د سپين کتان جامې يې اغوستې وې، او د ملا نه يې د سوچه سرو زرو ملابند تړلے وو. 6د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو. 7صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل. 8نو زۀ يواځې پاتې شوم چې دا عظيمه رويا وګورم. په ما کښې طاقت پاتې نۀ شو، زما رنګ د مړى په شان تک زېړ شو او بې‌دمه شوم. 9نو بيا ما واورېدل چې هغۀ خبرې کولې، او څنګه چې ما هغۀ ته غوږ ونيولو، زۀ بې‌هوشه شوم، په زمکه پړمخې پرېوتلم. 10بيا يو لاس زۀ راونيولم او په خپل ځائ يې په لړزېدو سره په ګوډو کړم. 11هغۀ وفرمائيل، ”اے دانياله، تۀ خُدائ پاک ته ډېر ګران يې، کومې خبرې چې زۀ تا ته کوم هغې ته غوږ ونيسه، او پاڅه ودرېږه، ځکه چې زۀ تا له رالېږلے شوے يم.“ او کله چې هغۀ ما ته دا وفرمائيل، نو زۀ په لړزېدو سره ودرېدلم. 12بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم. 13خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم. 14زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“ 15کله چې هغۀ ما ته دا خبرې کولې نو ما لاندې زمکې ته کتل او ګونګا شوے وم. 16نو بيا يو لکه د انسان په شان ښکارېدو هغۀ زما شونډې مسح کړې، او ما خپله خوله کولاو کړه او خبرې مې شروع کړې. ما هغه چا ته څوک چې زما په وړاندې ولاړ وو وئيل، ”مالِکه، زۀ د دې رويا په وجه اندېښنو راګېر کړے يم او په ما کښې زور ختم شوے دے. 17زۀ ستا نوکر څنګه تا سره خبرې وکړم، اے زما مالِکه؟ زما زور ختم شوے دے او ساه مې ځى راځى.“ 18نو هغه څوک چې د بنى آدم په شان ښکارېدو زۀ يې بيا مسح کړم او ما له يې طاقت راکړو. 19هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“ 20نو بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”تا ته پته ده چې زۀ ولې تا له راغلے يم؟ زۀ به زر د فارس د شهزاده خلاف جنګ له واپس لاړ شم، او څنګه چې زۀ لاړ شم، د يونان شهزاده به راشى، 21خو زۀ به اول تا ته هغه څۀ ووايم چې څۀ د حقيقت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د دوئ خلاف هيڅ څوک هم زما مدد نۀ کوى بغېر د ميکائيل ستاسو د شهزاده نه.

Currently Selected:

دانيال 10: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in