د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بېحرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى. بادشاه به په غوړو خبرو سره هغوئ دوکه کړى چا چې لوظ مات کړے دے، خو کوم خلق چې خپل خُدائ پاک پېژنى هغوئ به زورَور وى او د هغۀ مقابله به وکړى.