YouVersion Logo
Search Icon

فيليپيانو 4

4
څلورم باب
عملى ډاډګيرنه
1نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ. 2زۀ يووديه او سنتخې ته مِنت کوم چې د مالِک په يووالى کښې په يو زړۀ پاتې شى. 3او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى. 4همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ. 5پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے. 6د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، 7نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى. 8نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ. 9او کومې خبرې چې تاسو ما نه زده کړې دى او حاصلې کړې دى او زما نه مو اورېدلې او ليدلې دى په هغې عمل کوئ، نو بيا به د سلامتۍ خُدائ پاک ستاسو مل وى.
د فيليپيانو شکريه ادا کول
10زۀ په مالِک کښې ډېر خوشحاله يم چې آخر هم تاسو زما دپاره فکرمند شوئ، بې‌شکه چې اول هم تاسو فکرمند وئ خو موقع درته نۀ وه مِلاو شوى. 11زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم. 12زۀ هم په غريبۍ پوهېږم او هم په مالدارۍ. په هر حال کښې کۀ زۀ موړ يم يا کۀ اوږے، کۀ زۀ مالدار يم يا کۀ ضرورتمند ما د سکون ژوند تېرولو راز زده کړے دے. 13زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى. 14خو دا هم ستاسو مهربانى ده چې زما په مصيبت کښې شريک شوئ. 15اے فيليپيانو، تاسو په خپله خبر يئ چې د زيرى په وړومبو ورځو کښې کله چې زۀ د مِکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سېوا يو جماعت هم د ورکړې راکړې په معامله کښې زما مدد ونۀ کړو. 16ځکه کله چې زۀ په تِسالونيکيه کښې وم نو تاسو ما ته د يو ځل نه زيات زما د حاجتونو د پوره کولو دپاره مدد رالېږلے وو. 17زۀ دا خبره د انعام غوښتلو دپاره نۀ کوم بلکې د دې دپاره يې کوم چې ستاسو حساب کِتاب ته فائده ورسى. 18ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده. 19او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى. 20زمونږ د خُدائ پاک او پلار جلال دې تل تر تله وى. آمين.
د پولوس رسول آخرى سلامونه
21ټولو مقدسينو ته په عيسىٰ مسيح کښې سلام وايم، او کوم وروڼه چې ما سره دى هغوئ تاسو ته هم سلام وائى. 22ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى. 23زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى. آمين.

Currently Selected:

فيليپيانو 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in