YouVersion Logo
Search Icon

دوېم سموئيل 1

1
اول باب
د حضرت داؤد د ساؤل د مرګ نه خبرېدل
1د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو. 2په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو. 3داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د بنى اِسرائيلو د کېمپ نه راتښتېدلے يم.“ 4داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“ 5داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“ 6هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل. 7بيا هغه راوګرځېدو او زۀ يې وليدم او را وې غوښتم. ما ورته ووئيل چې زۀ حاضر يم. 8هغۀ زما نه تپوس وکړو چې تۀ څوک يې، نو ما ورته ووئيل چې زۀ د عماليقى قبيلې يم. 9بيا هغۀ ووئيل چې دلته راشه او ما ووژنه. ځکه چې زما ځنکدن دے خو زۀ تر اوسه پورې ژوندے يم. 10نو زۀ هغۀ له ورغلم او ومې وژلو، ځکه چې ما ته پته وه چې څنګه وغورزيږى نو هغه به مړ شى. بيا ما د هغۀ د سر نه تاج او د هغۀ د لاس نه بنګړے واخستلو او صاحِبه، تا له مې راوړل.“ 11داؤد د غم نه خپلې جامې وشلولې او د هغۀ ټولو سړو هم دغه شان وکړل. 12هغوئ په غم غمژن شول او تر ماښامه پورې يې د ساؤل، يونتن او بنى اِسرائيلو دپاره روژه ونيوله کوم چې د مالِک خُدائ د لښکر خلق وُو، ځکه چې دا خلق په جنګ کښې مړۀ شوى وُو. 13داؤد د هغه زلمى نه تپوس وکړو کوم چې هغۀ له دا خبر راوړے وو چې، ”تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو عماليقے مسافر يم، خو زۀ ستا په مُلک کښې اوسېږم.“ 14داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا دا جرأت څنګه وکړو چې د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه دې ووژلو؟“ 15بيا داؤد خپل يو سړے راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”هغه ووژنه.“ نو هغه سړى عماليقے ووهلو او هغه په ټکى مړ شو، 16او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“
د حضرت داؤد د ساؤل او د يونتن دپاره د غم سندره وئيل
17داؤد د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن دپاره دا د غم سندره ووئيله، 18او حُکم يې وکړو چې دا د يهوداه خلقو ته وښودلے شى. هغۀ په دې باندې د ليندې سندرې نوم کېښودو، دا د ياشر په کِتاب کښې ليکلے شوې ده: 19”په غرونو باندې د بنى اِسرائيلو عزتمند خلق مړۀ شوى دى. زمونږ تکړه فوجيان غورزېدلى دى. 20په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه. 21د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بې‌عزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے. 22د يونتن لينده د مرګ وه، د ساؤل تُوره بې‌رحمه وه، طاقتور يې غورزول او دشمن يې وژلو. 23ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو. 24د بنى اِسرائيل ښځې د ساؤل دپاره د غم ژړا کوى. هغۀ تا ته سرې ښې جامې درواغوستلې او په کالو او سرو زرو يې ښائسته کړې. 25تکړه فوجيان غورزېدلى دى، هغوئ په جنګ کښې وژلے شوى دى. يونتن په غرونو کښې مړ پروت دے. 26زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه. 27تکړه فوجيان غورزېدلى دى، د هغوئ وسلې تباه شوې دى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy