YouVersion Logo
Search Icon

دوېم سموئيل ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
د دوېم سموئيل کِتاب کښې د حضرت داؤد عليه السلام د بادشاهۍ جوړېدل، غورزېدل او د بيا بحال کېدلو ذکر شوے دے. کله چې حضرت داؤد عليه السلام مُلک قبضه کوى او يهوديانو سره يوځائ کيږى، نو مونږ په هغۀ کښې د خُدائ پاک سره وفادارى، فکرمندى، ايماندارى او ډاډګيرنه وينو. اګر چې خُدائ پاک حضرت داؤد عليه السلام له ډيرې کاميابۍ ورکړې وې خو د اورِياه خِلاف او د بت‌‌سبع سره د ګناه نه پس هغه، د هغۀ بادشاهى او د هغۀ د خاندان په مسئلو کښې راګېر شول. د هغۀ زوئ ابى‌سلوم د هغۀ خلاف سخت بغاوت وکړو. نو حضرت داؤد عليه السلام چې د خُدائ پاک زړۀ ته ډېر نزدې وو، او هغه يو توبه ګار او دُعاګو انسان وو. د زبور زياته حِصه هغۀ په خپله ليکلى ده. په اوؤم باب کښې چې خُدائ پاک د حضرت داؤد عليه السلام سره کوم لوظ وکړو چې، تۀ به همېشه په بچو کښې پټ يې او ستا بادشاهى به همېشه دپاره قائمه ساتم، ستا بادشاهت به هيڅکله نۀ ختميږى نو دغه شان د خُدائ پاک دا لوظ د حضرت عيسىٰ مسيح دُنيا ته د راتلو سره پوره شو. د حفظ کولو دپاره ۷‏:_۲۲ آيت ”مالِکه خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، مونږ ته همېشه دا پته ده چې صِرف تۀ خُدائ پاک يې.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy