YouVersion Logo
Search Icon

دوېم سموئيل 2

2
دوېم باب
د حضرت داؤد د يهوداه بادشاه جوړېدل
1د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“ 2نو داؤد حبرون ته لاړو، خپلې دوه ښځې يې هم د ځان سره بوتلې، اخينوعم چې د يزرعيل وه او ابى‌جيل چې د نابال کونډه وه، چې هغه د کرمل وو. 3هغۀ خپل سړى او د هغوئ خاندان هم د ځان سره بوتلل او د حبرون نه ګېرچاپېره په ښارونو کښې دېره شول. 4بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے، 5هغۀ هلته يو څو سړى د دې پېغام سره ولېږل، ”مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى ځکه چې تا خپل بادشاه ته وفادارى ښودلې ده چې هغه دې ښخ کړے دے. 6نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم. 7تکړه او بهادر شه. ستاسو بادشاه ساؤل مړ دے او د يهوداه خلقو زۀ د بادشاه په توګه مقرر کړے يم.“
د اشبوست د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړېدل
8خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو. 9هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. 10هغه د څلوېښتو کالو وو چې هغه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه. خو د يهوداه قبيلې خلق د داؤد وفادار وُو، 11او هغۀ په يهوداه باندې په حبرون کښې اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه.
د بنى اِسرائيل او د يهوداه په مينځ کښې جنګ
12ابنير او د اشبوست آفسران د محنايم نه د جبعون ښار ته لاړل. 13يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه او د داؤد نور آفسران د هغوئ سره د ډنډ سره مِلاو شول، چرته چې هغوئ ټول کښېناستل، يوه ډله د ډنډ په يو طرف او بله ډله د ډنډ په بل طرف ناسته وه. 14ابنير يوآب ته ووئيل، ”راځئ چې د دواړو طرفونو نه يو څو زلمى واخلو چې دوئ په خپلو کښې زمونږ په وړاندې لاس په لاس جنګ وکړى.“ يوآب ورته ووئيل، ”بلکل ټيک ده.“ 15نو دولسو سړو چې کومو د اشبوست او د بنيامين د قبيلې نمائندګى کوله، د داؤد دولسو سړو سره لاس په لاس جنګ وکړو. 16هر يو سړى خپل مخالف د سر وېښتو نه ونيولو او په خپل مخالف سړى کښې يې تُوره دننه کړه، نو داسې څليريشت واړه په يو ځائ وغورزېدل او مړۀ شول. نو په جبعون کښې هغه ځائ د ”د تُورو مېدان“ په نوم ياديږى. 17بيا سخت جنګ شروع شو او ابنير او بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو. 18د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه، 19هغه په ابنير پسې روان شو او سيدها يې په هغۀ پسې منډې وهلې. 20ابنير چې په شا وکتل نو وې وئيل، ”عساهيله، دا تۀ يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، دا زۀ يم.“ 21ابنير ورته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. په يو بل فوجى پسې منډه کړه او چې د هغۀ سره څۀ وى هغه ترې نه واخله.“ خو عساهيل ورپسې روان وو. 22ابنير يو ځل بيا هغۀ ته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. تۀ ما دې ته ولې مجبوروې چې ودې وژنم؟ زۀ به ستا ورور يوآب ته څنګه مخامخ کېږم؟“ 23خو عساهيل نۀ منع کېدو، نو ابنير د خپلې نېزې د بېخ سره هغه په خېټه داسې ووهلو چې نېزه د هغۀ نه شاته ووتله. عساهيل په زمکه وغورزېدو او په ټکى مړ شو او چې هر څوک هغه ځائ ته راتلل چې چرته هغه پروت وو نو هلته ايسارېدل او ودرېدل. 24خو يوآب او ابيشے په ابنير پسې روان شول او نمرپرېواتو په وخت هغوئ د امه غرۀ ته ورسېدل، کوم چې د جبعون صحرا په لاره د جياح نمرخاتۀ طرف ته دے. 25د بنيامين د قبيلې خلق يو ځل بيا د ابنير نه راتاو شول او د يو غرۀ په سر باندې ودرېدل. 26ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“ 27يوآب ورته ووئيل، ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، کۀ تا خبرې نۀ وے کړې نو زما سړى به تر سبا سحره پورې په تا پسې درتللے.“ 28بيا يوآب خپلو سړو ته بيګل د نښې په توګه وغږولو چې هغوئ نور په بنى اِسرائيلو پسې نۀ ځى، نو داسې جنګ بس شو. 29ابنير او د هغۀ سړو په هغه ټوله شپه د اُردن په مېدان کښې مزل وکړو، هغوئ د اُردن سيند نه پورې وتل او په ورپسې ټول سحر مزل کولو نه پس، هغوئ واپس محنايم ته ورسېدل. 30کله چې يوآب په هغوئ پسې نور نۀ تلو، هغۀ خپل ټول سړى راغونډ کړل او پته ورته ولګېده چې د عساهيل نه علاوه، نولس کسان غېب وُو. 31خو د داؤد سړو د بنيامين قبيلې د ابنير درې سوه شپېتۀ سړى وژلى وُو. 32يوآب او د هغۀ سړو د عساهيل لاش واخستلو او په بيت‌لحم کښې د خپل خاندان په قبر کښې يې ښخ کړو. بيا هغوئ ټوله شپه مزل وکړو او سحر وختى حبرون ته واپس ورسېدل.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy