YouVersion Logo
Search Icon

دوېم پطروس 1

1
اول باب
دُعا او سلام
1د شمعون پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح غلام او رسول دے، د هغه خلقو په نوم چې زمونږ د خُدائ پاک او د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښې يې زمونږ په شان قيمتى ايمان موندلے دے. 2زمونږ د خُدائ پاک او مالِک عيسىٰ د پېژندګلو په وجه دې په تاسو ډېر ډېر فضل او سلامتى وى.
د ايماندار رابلل او غوره کول
3خُدائ پاک د خپل الٰهى قُدرت په وسيله مونږ له هر هغه څۀ راکړل کوم چې د ديندارۍ ژوندون تېرولو دپاره ضرورى دى. دا هر څۀ مونږ ته د هغۀ د پېژندګلو په وجه راکړے شوى دى، يعنې هغه چا چې مونږ د خپل خاص جلال او نېکۍ په وسيله راوبللو. 4او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى. 5په دې وجه تاسو خپل پوره کوشش وکړئ چې په خپل ايمان کښې نېکى زياته کړئ، او په نېکۍ کښې عِلم، 6او په عِلم کښې پرهيزګارى، او په پرهيزګارۍ کښې صبر، او په صبر کښې ديندارى، 7او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ. 8ځکه کۀ دا خبرې په تاسو کښې وى او زياتيږى نو دا تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په پېژندګلو کښې بې‌کاره او بې‌مېوې کېدو نه بچ کوى. 9خو په چا کښې چې دا خويونه نۀ وى، نو د هغۀ نظر دومره کم دے چې ړندېدو ته نزدې دے او د خپلو وړومبو ګناهونو نه پاک کېدل يې هېر کړى دى. 10نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ. 11په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ. 12په دې وجه به زۀ تاسو ته همېشه دا خبرې دريادوم، اګر کۀ تاسو د مخکښې نه د دې نه خبر يئ او په هغه حق خبرې قائم يئ چې تاسو ته وئيلے شوې وه. 13او ترڅو چې زۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو او پارولو دا خبره په خپل ځان ضرورى ګڼم. 14ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى. 15او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.
د حضرت عيسىٰ مسيح جلال او د نبوت کلام
16ځکه چې مونږ په هغه قيصو پسې نه ځو چې په چالاکۍ سره جوړې شوې دى کله چې مونږ تاسو د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د قدرت او د راتلو په حقله خبر کړئ، بلکې مونږ د هغۀ جلال په خپلو سترګو ليدلے دے. 17کله چې هغۀ ته د خُدائ پلار عزت او جلال حاصل شو نو ورته د هغه بهتر جلال نه آواز راغلو چې، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم.“ 18مونږ په خپله دا آواز د آسمان نه واورېدو، کله چې مونږ د هغۀ سره په مقدس غرۀ باندې وُو. 19نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى. 20خو د هر څۀ نه اول تاسو ته په دې خبره پوهېدل په کار دى چې د کِتاب مقدس يوه پېشګوئې هم د نبى خپل سوچ نۀ دے. 21ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.

Currently Selected:

دوېم پطروس 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy