خُدائ پاک د خپل الٰهى قُدرت په وسيله مونږ له هر هغه څۀ راکړل کوم چې د ديندارۍ ژوندون تېرولو دپاره ضرورى دى. دا هر څۀ مونږ ته د هغۀ د پېژندګلو په وجه راکړے شوى دى، يعنې هغه چا چې مونږ د خپل خاص جلال او نېکۍ په وسيله راوبللو. او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.