YouVersion Logo
Search Icon

دوېم پطروس 2

2
دوېم باب
دروغژن نبيان او اُستاذان
1خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى. 2نو بيا ډېر به د خپلې شهوت پرستۍ په لار روان شى او د دې اُستاذانو په وجه به د حق د لارې بدنامى کيږى. 3او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده. 4نو بيا خُدائ پاک فرښتې پرې نۀ ښودې کله چې هغوئ ګناه وکړه بلکې هغوئ يې په دوزخ کښې واچولې او په تورو تيارو کندو کښې يې په زنځيرونو وتړلې چې د قيامت د ورځې پورې به هلته وى. 5نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بې‌دينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل. 6او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو. 7ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بې‌دينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو. 8هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بې‌شرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو. 9نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى، 10خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى. 11سره د دې چې فرښتې اګر کۀ په طاقت او په قُدرت کښې د هغوئ نه لوئې دى، د مالِک په وړاندې د هغوئ خلاف د بدرد وئيلو اِلزام نۀ لګوى. 12خو دا خلق د ځنګلى مخلوق په شان دى چې بې‌ضميره دى او د رانيولو او هلاکولو دپاره پېدا شوى دى. د کومو خبرو په حقله چې ناخبره دى، د هغوئ په حقله په نورو بدرد وائى، هغوئ به د ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى. 13کوم نقصان چې هغوئ نورو له ورکړے دے د هغې سزا به ورته مِلاو شى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بې‌عزته او بې‌شرمه دى. هغوئ د خپلې دوکه بازۍ نه مزه اخلى کۀ څۀ هم تاسو سره په يو دسترخوان خوراک څښاک کوى. 14هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى. 15هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بې‌لارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله. 16خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بې‌ژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو. 17دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے. 18ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى. 19هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى. 20او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو. 21نو بيا د هغوئ دپاره به دا ښۀ وه چې چرې هم هغوئ د صداقت لار پېژندلے نۀ وے هسې نه چې د پېژندلو نه وروستو يې هغه حُکم رد کړى کوم چې ورته د صادقه ژوند تېرولو دپاره ورکړے شوے وو. 22او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“

Currently Selected:

دوېم پطروس 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy