YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 8

8
اتم باب
بُتانو ته د خوراک نذر پېش کول
1کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى. 2کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى. 3خو څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى خُدائ پاک په خپله هغه پېژنى. 4نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته. 5کۀ خلق په زمکه او په آسمان کښې ډېر معبودان او ډېر خُدايان او مالِکان منى، 6خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو. 7خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے. 8خوراک مونږ د خُدائ پاک سره نزدې کولے نۀ شى. کۀ وې يې نۀ خورو نو مونږ ته يې څۀ نقصان نشته او کۀ وې يې خورو نو څۀ فائده هم نشته. 9خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى. 10ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُت‌خانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟ 11نو ستا د عِلم په وجه به هغه کمزورى ايمانداران چې د چا دپاره چې مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى. 12خو کله چې تاسو د نورو ايماندارانو په خلاف ګناه کوئ او د هغوئ کمزورے ضمير زخمى کوئ نو تاسو د مسيح خلاف ګناه کوئ. 13په دې وجه کۀ زما د خوراک په وجه زما ورور يا خور تيندک خورى نو زۀ به هيڅکله هم غوښه ونۀ خورم نو چې زۀ د هغوئ دپاره د تيندک سبب ونۀ ګرځم.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in