7
اوؤم باب
د وادۀ په حق کښې مسئلې
1اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى. 2خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى. 3خاوند دې د خپلې ښځې د کوروالى خيال ساتى او هم دغه شان دې ښځه د خپل خاوند خيال ساتى. 4ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده. 5تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى. 6زۀ تاسو ته د دې اجازت درکوم خو حُکم نه. 7زما دا خواهش دے چې هر څوک دې په دې مسئله کښې زما په شان ناوادۀ کړے وى خو د خُدائ پاک د طرف نه هر چا ته جدا جدا نعمت ورکړے شوے دے. 8نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى. 9خو کۀ هغوئ خپل ځانونه نۀ شى قابو کولے نو وادۀ دې وکړى ځکه چې وادۀ کول په شهوت کښې د سوزېدو نه ښۀ دى. 10خو چې د چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زۀ نه، بلکې مالِک حکم ورکوى، چې ښځه دې د خپل خاوند نه نۀ جدا کيږى. 11خو کۀ هغه جدا شى نو هغه دې بل خاوند ونۀ کړى يا دې د خپل خاوند سره دوباره پخلا شى، او خاوند دې هم د خپلې ښځې نه، نۀ تښتى. 12دې نورو ته هم زۀ دا وايم، نه چې مالِک، کۀ د يو ايماندار ښځه ايمانداره نۀ وى او هغه د هغۀ سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې خپلې ښځې له طلاق نۀ ورکوى. 13او کۀ د کومې ښځې خاوند چې ايماندار نۀ وى او هغه د هغې سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې د خپل خاوند نه طلاق نۀ اخلى 14ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى. 15خو کۀ بېايمانه خاوند يا ښځه په خپلو کښې جدا کېدل غواړى نو پرېږدئ چې جدا شى. په داسې حالت کښې ايماندار خاوند يا ښځه د يو بل پابند نۀ دى، ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ. 16ولې چې اے ښځې، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپل خاوند بچ کړې. او اے سړيه، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپله ښځه بچ کړې.
د مالِک نه مقرر شوے ژوندون
17خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے. 18کۀ چرې څوک سنت شوى رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه ناسنته نۀ ښکاره کوى، او کۀ چرې څوک ناسنته رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه نۀ سنتوى. 19ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى. 20تاسو هر يو چې په کوم حالت کښې رابللے شوى يئ هم په هغې کښې پاتې شئ. 21آيا تۀ غلام وې کله چې راوبللے شوې؟ نو په دې مۀ پرېشانه کېږه، خو کۀ تا ته د آزادېدو موقع مِلاو شى نو هغه اختيار کړه. 22ځکه کۀ تاسو د غلامۍ په حالت کښې مالِک ته رابللے شوى يئ، نو په مالِک کښې آزاد کړے شوى يئ. دغه شان څوک چې آزاد رابللے شوے دے، هغه اوس د مسيح غلام دے. 23تاسو په بيعه اخستے شوى يئ، نو اوس د انسانانو غلامان مۀ جوړېږئ. 24اے وروڼو او خوېندو، په کوم حالت کښې چې تاسو رابللے شوى وئ، هم په هغې کښې د خُدائ پاک سره قائم پاتې شئ.
پېغلې او کونډې
25خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم. 26زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ. 27کۀ ستا ښځه وى نو هغې له د طلاق ورکولو کوشش مۀ کوه او کۀ ستا ښځه نۀ وى نو د وادۀ کولو کوشش مۀ کوه. 28خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم. 29خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى، 30او ژړېدونکى دې داسې وى لکه چې هغوئ نۀ ژړل، او څوک چې خوشحالى کوى، هغوئ دې داسې وى لکه چې هغوئ خوشحالى نۀ کوى، او اخستونکى دې داسې وى لکه چې مال ورسره نۀ وى، 31او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده. 32زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بېغمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى. 33خو وادۀ شوے سړے د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ کوى چې خپله ښځه به څنګه راضى کړى، 34او هغه دوه زړيه شى. خو ناوادۀ شوې ښځه او پېغله د مالِک په فکر کښې اوسيږى چې د هغوئ بدن او روح دواړه پاک شى، خو وادۀ شوې ښځه د دُنياوى څيزونو په حقله فکر کوى چې څنګه به خپل خاوند راضى کړى. 35زۀ دا ستاسو د فائدې دپاره وايم، نه چې په تاسو څۀ پابندۍ دپاره بلکې څۀ چې ښۀ وى په هغې عمل وکړئ او تاسو د مالِک په خِدمت کښې بېغمه آخته اوسئ. 36کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده. 37خو کۀ چا خپل ځان سره د وادۀ نۀ کولو پخه اراده کړې وى او هغه مجبوره نۀ وى بلکې خپل خواهش ساتلے شى او په زړۀ کښې يې دا وى چې خپله چنغله به بېوادۀ نۀ پرېږدى نو هغه ښۀ کوى. 38نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى. 39د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى. 40خو زما په خيال به هغه بختوره وى چې په خپل حالت کښې پاتې شى څنګه چې ده، او زما په خيال چې د خُدائ پاک د روح په مطابق تاسو ته زۀ دا نصيحت کوم.