کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى. کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى.