YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 2

2
دوېم باب
په سولۍ شوى د حضرت عيسىٰ مسيح پېغام
1اے وروڼو او خوېندو، کله چې زۀ تاسو له راغلم او په تاسو کښې مې د خُدائ پاک د راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ د اوچتې درجې تقرير يا د حِکمت په زور نۀ وو. 2کله چې زۀ تاسو سره وم نو ما دا فېصله کړې وه چې تاسو ته په سولۍ شوى عيسىٰ مسيح نه بغېر نور د هيڅ بيان ونۀ کړم. 3او زۀ تاسو ته په عاجزۍ، ويره او رپېدو راغلم. 4زما د بيان او د زيرى د اثر وجه د حِکمت او په مائل کوونکو خبرو نۀ وو بلکې هغه د خُدائ پاک د روح او د قدرت د مخه ثابت وو، 5نو ما دا ځکه وکړل چې ستاسو ايمان د انسان د حِکمت په بنياد نه بلکې د خُدائ پاک په قدرت ولاړ وى.
د خُدائ پاک د روح په وسيله حکمت
6بيا هم په کلکو ايماندارانو کښې مونږ د حِکمت خبرې کوُو کۀ څۀ هم چې دا نۀ د دُنيا او نۀ د دې دُنيا د سردارانو حِکمت دے، څوک چې فنا کېدونکى دى. 7بلکې مونږ د خُدائ پاک د هغه پټ حِکمت راز بيانوو کوم چې خُدائ پاک د دُنيا جوړولو نه مخکښې زمونږ د لويئ دپاره فېصله کړې وه. 8نو د دې زمانې يو سردار هم په دې پوهه نۀ شو ځکه کۀ هغوئ پوهه شوى وے نو د جلال مالِک به يې په سولۍ کړے نۀ وو. 9بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“ 10دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى. 11ځکه څوک د بل انسان د زړۀ خبرې معلومولے شى بغېر د انسان د خپل روح نه چې په هغۀ کښې دننه دے؟ دغه شان د خُدائ پاک د روح نه بغېر هيچا ته د خُدائ پاک خبرې معلومې نۀ دى. 12خو مونږ دُنياوى روح نۀ دے حاصل کړے، بلکې هغه روح مو حاصل کړے دے چې د خُدائ پاک د طرفه دے، د دې دپاره چې هغه نعمتونه وپېژنو کوم چې خُدائ پاک مونږ ته وړيا راکړى دى. 13او مونږ هغه خبرې هغه شان نۀ بيانوو چې انسانى حِکمت مونږ ته ښودلى دى، بلکې هغه شان يې بيانوو چې مونږ ته روح راښودلى دى، او دغسې روحانى خبرې هغه چا ته ښايُو، څوک چې روحانى دى. 14خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى. 15څوک چې روحانى خلق دى هغوئ هر څۀ آزمائى خو هغه په خپله هيڅوک نۀ شى آزمائيلے. 16ځکه چې، ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟“ خو مونږ د مسيح عقل لرو.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy