YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 1

1
اول باب
سلام او د خُدائ شُکر
1د پولوس د طرف نه سلام چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح بللے شوے رسول او د ورور سوستينس له طرف نه، 2د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى، 3زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او سلامتى دې تاسو سره وى. 4زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم. 5ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو په هر لحاظ سره د کلام او هر قِسم عِلم خاوندان شوئ. 6هم دغه وجه ده چې د مسيح ګواهى په تاسو کښې مضبوطه شوه، 7تر دې چې تاسو د يو روحانى نعمت نه هم نيمګړى نۀ يئ کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د بيا راتلو په انتظار يئ. 8هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بې‌اِلزامه يئ. 9خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
په جماعت کښې ډله بازى
10نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ. 11ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى. 12زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“ 13ولې مسيح په ډلو وويشلے شو؟ ولې پولوس ستاسو دپاره په سولۍ کړے شو؟ يا ولې تاسو د پولوس په نوم بپتسمه اخستې ده؟ 14زۀ د خُدائ پاک شُکر ګزار يم چې د کرسپوس او ګايوس نه بغېر ما په تاسو کښې بل يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړې، 15نو چې څوک دا ونۀ وائى چې تا زما په نوم بپتسمه اخستې ده. 16او رښتيا ما د ستِفناس خاندان ته هم بپتسمه ورکړې ده. خو نور زما په ياداشت کښې نۀ راځى چې ما به بل چا ته بپتسمه ورکړې وى. 17ځکه چې مسيح زۀ بپتسمه ورکولو له نۀ يم رالېږلے بلکې د زيرى اورولو دپاره يې رالېږلے يم، او هغه هم زما د عالمانه تقرير په بنياد نه، هسې نه چې د دې په وجه د مسيح سولۍ بې‌اثره شى.
حضرت عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک قدرت او حِکمت
18ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بې‌وقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے. 19ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“ 20هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بې‌وقوفى نۀ ده وئيلې؟ 21ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بې‌وقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى. 22ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى. 23خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېر‌يهوديانو په نزد بې‌وقوفى ده. 24خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېر‌يهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے. 25کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بې‌وقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے. 26اے وروڼو او خوېندو، د خپل پخوانى مقام په حقله سوچ وکړئ چې ستاسو په مينځ کښې د انسانى معيار په مطابق تاسو کښې نۀ ډېر هوښيار وُو، نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو. 27خو خُدائ پاک د دُنيا بې‌وقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. 28بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بې‌اصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، 29نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى. 30خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو، 31نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy