YouVersion Logo
Search Icon

اول کورنتيان 3

3
درېم باب
د خُدائ پاک په کار کښې ملګرى
1اے وروڼو او خوېندو، ما تاسو سره لکه د روحانى خلقو په شان خبرې ونۀ کړے شوې بلکې داسې مې وکړې لکه چې دُنياوى خلقو سره چې په مسيح کښې ماشومان دى. 2ما تاسو له پئ درکړل خو روټۍ نه، ځکه چې تاسو روټۍ خوړلو ته تيار نۀ وئ. بلکې اوس هم لا تاسو تيار نۀ يئ. 3ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟ 4ځکه چې څۀ وخت چې يو وائى چې زۀ د پولوس په ډله کښې يم او بل وائى چې زۀ د اپولوس په ډله کښې يم، نو ولې تاسو په داسې کولو د انسانى فطرت په مطابق نۀ شوئ؟ 5اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو. 6ما کرونده وکړه، اپولوس اوبۀ ورکړې، خو وده ورته خُدائ پاک ورکړه. 7نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے. 8د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى. 9ځکه چې مونږ د خُدائ پاک خِدمتګار يُو، تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ. 10ما د هغه فضل په مطابق چې خُدائ پاک راته راکړو، ما د يو پوهه ګلکار په شان بنياد کېښودو او کۀ په هغې بل څوک عمارت ودانوى، نو هر يو ګلکار دې په دې خبردار شى چې پرې څنګه عمارت جوړ کړى. 11ځکه چې هيڅوک هم بل بنياد نۀ شى اېښودلے بغېر د هغه بنياد نه چې اېښودلے شوے دے، او هغه بنياد عيسىٰ مسيح دے. 12کۀ څوک په هغه بنياد باندې د سرو زرو، د سپينو زرو، د قيمتى کاڼو، لرګو، واښو يا د بوسو عمارت جوړوى، 13نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى. او زمونږ د کار نېکى او بدى به په اور وآزمائيلے شى. 14کۀ په هغه بنياد د چا جوړ عمارت باقى پاتې شى نو هغه ګلکار به اجر بيا مومى. 15کۀ د چا کار وسوزيږى نو هغۀ ته به تاوان ورسيږى، خو هغه به په خپله په سوزېدو سوزېدو کښې د اور نه بچ شى. 16ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟ 17کۀ څوک د خُدائ پاک کور بربادوى نو خُدائ پاک به هغه کس برباد کړى ځکه چې د خُدائ پاک کور پاک دے او هغه کور تاسو يئ. 18په تاسو کښې دې څوک هم خپل ځان نۀ دوکه کوى. کۀ ستاسو خيال وى چې تاسو د دې دُنيا په معيار هوښيار يئ، نو تاسو خپل ځان ناپوهه وګڼئ نو بيا به تاسو هوښيار شئ. 19ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بې‌وقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“ 20او بيا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ د هوښيارانو په خيالونو پوهه دے چې باطل دى.“ 21نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، 22نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى، 23او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in