زکرياه 4

4
څلورم باب
د سرو زرو ډيوټ او د زيتون د ونې رويا
1بيا کومې فرښتې چې ما سره خبرې کولې ما له بيا راغله او زۀ يې بېدار کړم، لکه څنګه چې يو سړے د خوب نه راپاڅوى. 2”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى. 3هم دې سره خوا ته دوه د زيتُونو ونې دى، يو د جام ښى طرف ته او بله ګس طرف ته ده.“ 4ما د فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ 5هغې ما ته جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، زما مالِکه،“ ما جواب ورکړو. 6نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 7هيڅ څيز هم نه، تر دې چې د زرُبابل په لار کښې غټ غرونه هم نۀ شى ودرېدلے، دا به د هغۀ په وړاندې هوار کړے شى. او کله چې زرُبابل د خُدائ د کور آخرى کاڼے په خپل ځائ کښې ږدى، خلق به چغې ووهى، خُدائ دې برکت ورکړى. خُدائ دې برکت ورکړى.“ 8بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 9”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. 10وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“ 11بيا ما د فرښتې نه تپوس وکړو، ”دا د زيتُونو دوه ونې څۀ دى چې د ډيوټ ښې او ګس طرف ته دى؟“ 12او بيا ما هغې نه تپوس وکړو، ”دا دوه د زيتُونو څانګې چې د سرو زرو دوه نلکو په خوا کښې دى چې ترې تېل بهيږى دا څۀ دى؟“ 13هغې جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، مالِکه،“ ما ورته ووئيل. 14نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

زکرياه 4: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល