زکرياه 2

2
دوېم باب
سړے د ناپ فيتې سره
1بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو. 2نو ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ چرته روان يې؟“ هغۀ راته په جواب کښې وفرمائيل، ”د يروشلم ناپ کولو له، چې دا معلوم کړم چې هغه څومره پلن او څومره اوږد دے.“ 3نو څۀ وخت چې کومې فرښتې ما سره خبرې کولې هغه مخکښې لاړه نو په دې وخت کښې يوه بله فرښته د هغې سره مِلاوېدو دپاره راغله، 4او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى. 5او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“
جلاوطن خلق خپل کور ته واپس رابلل
6”راشئ، راشئ. د شمالى مُلک د جلاوطنۍ نه راوتښتئ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه ما تاسو په ټوله دُنيا کښې څلور واړو طرفونو ته خوارۀ کړئ،“ مالِک خُدائ فرمائى. 7”اے د صيون خلقو راوتښتئ، څوک چې په بابل کښې جلاوطن شوى يئ.“ 8نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى. 9په يقين سره به زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف راوچت کړم نو د هغوئ غلامان به هغوئ لوټ کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج رالېږلے يم. 10چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى. 11”په هغه ورځ به ډېر قومونه د مالِک خُدائ سره يوځائ شى او هغوئ به زما خلق شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم او تاسو به په دې پوهه شئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. 12مالِک خُدائ به په مقدسه زمکه کښې يهوداه لکه د خپلې حصې ميراث حاصل کړى او يروشلم به بيا لکه د خپل ښار غوره کړى. 13اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

زکرياه 2: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល