متى 12:2-13
متى 12:2-13 PYPB
خُدائ پاک هغوئ ته په خوب کښې دا خبردارے ورکړو چې هيروديس بادشاه له واپس مۀ ځئ، نو هغوئ بيا په بله لار خپل مُلک ته واپس شول. کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“


