متى 18

18
اتلسم باب
د ټولو نه لوئ څوک دے؟
1په هغه وخت مريدان عيسىٰ له راغلل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”د آسمان په بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے؟“ 2هغۀ يو ماشوم راوبللو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو. 3او ورته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې تاسو خپل ځان بدل نۀ کړئ او د ماشومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅکله هم په آسمانى بادشاهۍ کښې داخل نۀ شئ. 4هر هغه څوک چې ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړى نو هغه به په آسمانى بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ وى. 5او څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى.
د ګناه لمسون
6خو هر هغه څوک چې په دې وړو ماشومانو کښې چې په ما يې ايمان راوړے دے، يو ته تيندک ورکوى، نو د هغۀ دپاره دا بهتره ده چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په سمندر کښې ډوب شى. 7په دُنيا دې افسوس وى چې انسان د دې څيزونو په وجه ګناه کوى. دا څيزونه به ضرور راځى خو افسوس په هغۀ د چا د لاسه چې به پېښږى. 8کۀ چرې ستا لاس يا پښه تا له تيندک درکوى، نو ځان نه يې پرې کړه او ګزار يې کړه ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ په ابدى ژوندون کښې شل ګوډ ننوځې، په ځائ د دې چې تۀ په دواړو لاسو پښو سم يې او ابدى اور ته واچولے شې. 9او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې غورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې په يوې سترګې سره په ابدى ژوندون کښې داخل شې، په ځائ د دې چې په دواړو سترګو روغ يې او د دوزخ اور ته وغورزولے شې.
د ورکې شوې ګډې مِثال
10خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى. 11ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره راغلے دے چې ورک شوو ته خلاصون ورکړى. 12ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چې د يو سړى سل ګډې دى. کۀ په هغې کښې يوه بې‌لارې شى، ولې هغه به دا نورې يو کم سل د هغې يوې د لټولو دپاره د غرۀ په خوا کښې پرې نۀ ږدى؟ 13او چې کله هغه دا بيا مومى نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د هغې په موندلو به هغه د دې نورو يو کم سلو نه چې بې‌لارې شوې نۀ دى، زيات خوشحاله شى. 14هم دغه شان ستاسو د آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چې د دې ماشومانو نه دې يو هم هلاک شى.
يو ورور چې ګناه کوى
15کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو. 16خو کۀ هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه کسان نور د ځان سره ملګرى کړئ د دې دپاره چې هره خبره د دوو يا د درېو ګواهانو په وړاندې ثابته کړے شى. 17کۀ هغه د هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندې کړئ او کۀ چرې هغه د جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا د هغۀ سره داسې سلوک وکړئ لکه چې د يو غېر يهودى، يا محصولچى سره کولے شى. 18زۀ تاسو ته دا وايم، هر څۀ چې تاسو په زمکه منع کړئ هغه به په آسمان کښې هم منع شى او څۀ چې تاسو په زمکه روا کړئ هغه به په آسمان کښې هم روا شى. 19زۀ تاسو ته بيا دا وايم، کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى. 20نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
د نابخښلے شوى نوکر مِثال
21بيا پطروس عيسىٰ له راغلو او تپوس يې وکړو، ”مالِکه، کۀ زما ورور زما خلاف څۀ بد کوى نو زۀ به يې څو ځله معاف کوم؟ تر اووۀ ځلو پورې څۀ؟“ 22عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ دا نۀ وايم چې اووۀ ځله، زۀ دا وايم چې اويا وارې اووۀ ځله، 23نو په دې وجه د آسمان بادشاهى لکه د هغه بادشاه په شان ده چې يو ځلې يې د خپلو نوکرانو سره حساب شروع کړو، 24نو په اول سر کښې يو سړے داسې پېښ شو چې د هغۀ قرضه په لکونو کښې وه، 25خو د هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو د هغۀ مالِک دا حکم وکړو چې هغه دې سره د ښځې، اولاد او هر څۀ مال حال چې لرى خرڅ کړے شى او قرض دې ترې پوره کړے شى. 26سړے د خپل مالِک په پښو پرېوتو او وې وئيل چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا ټول قرض خلاص کړم. 27نو د هغۀ د مالِک په زړۀ کښې هغۀ ته رحم راغلو هغۀ هغه آزاد کړو او قرض يې ورته وبخښلو. 28خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره مِلاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرۍ ورته غلے شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه. 29نو هغه ملګرے نوکر يې په پښو پرېوتو او دۀ ته يې مِنت وکړو چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا قرض تا ته واپس کړم. 30خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قېدخانه کښې يې واچولو ترڅو چې قرض واپس نۀ کړى. 31نورو نوکرانو چې دا حال وليدلو نو ډېر خفه شول. هغوئ خپل مالِک له لاړل او ټوله قيصه يې ورته تيره کړه. 32هغۀ دا نوکر راوبللو او ورته يې ووئيل چې اے بد کاره، چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښلو. 33ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړے وے لکه چې ما په تا وکړو؟ 34د هغۀ مالِک ډېر غصه شو او دے يې د قېدخانې مشر ته حواله کړو ترڅو چې يې ټول قرض واپس کړے نۀ وى. 35کۀ چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ نو زما آسمانى پلار به هم تاسو هر يو سره داسې کوى.“

ទើបបានជ្រើសរើសហើយ៖

متى 18: PYPB

គំនូស​ចំណាំ

ចែក​រំលែក

ចម្លង

None

ចង់ឱ្យគំនូសពណ៌ដែលបានរក្សាទុករបស់អ្នក មាននៅលើគ្រប់ឧបករណ៍ទាំងអស់មែនទេ? ចុះឈ្មោះប្រើ ឬចុះឈ្មោះចូល