15
پينځلسم باب
په يروشلم کښې جرګه
1بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“ 2په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى. 3جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول. 4کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل. 5بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېريهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“ 6نو رسولانو او مشرانو جرګه جوړه کړه چې په خپلو کښې په دې مسئلې مشوره وکړى. 7د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېريهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى. 8او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو. 9هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل. 10نو اوس بيا تاسو خُدائ پاک ولې آزمايئ او د دې مريدانو په اوږو داسې جغ ولې ږدئ چې نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ پلارانو نيکونو وړلے شو؟ 11نه، زمونږ عقيده ده چې مونږ د مالِک عيسىٰ د فضل په وسيله خلاصون موندلے دے او دغه شان دوئ هم.“ 12په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېريهوديانو کښې ښکاره کړې وې. 13هغوئ چې خبرې بس کړې نو يعقوب ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما ته غوږ کېږدئ. 14شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېريهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل. 15دا د نبيانو د کلام سره هم سمون خورى لکه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، 16”د هغې نه پس به زۀ واپس راشم او د داؤد نړېدلے کور به بيا آباد کړم، او زۀ به دا بيا ودان کړم 17د دې دپاره چې نور انسانان، يعنې غېريهوديان زما لټون وکړى څوک چې ما رابللى او خپل کړى دى. مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه چې دغه کارونه کوى، 18چې د پيړو راسې معلوم دى.“ 19د دې دپاره زما فېصله دا ده چې مونږ هغه غېريهوديانو ته تکليف ورنۀ کړُو څوک چې په خُدائ پاک ايمان راوړى، 20بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ. 21ځکه چې د پخوا زمانې نه په هر ښار کښې د موسىٰ د شريعت تعليم ورکول کېدو او په هر سبت به په عبادتخانو کښې تلاوت کېدو.“
د جرګې پېغام
22بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل. 23او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېريهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو. 24مونږ اورېدلى دى چې زمونږ ځينى کسان زمونږ د حُکم نه بغېر درغلى دى او په خپلو خبرو يې تاسو پرېشانه کړى يئ او ستاسو ذهنونه يې ګډوډ کړى دى. 25مونږ دا فېصله کړې ده چې خپل نمائنده ګان خوښ کړُو او د خپلو خوږو ملګرو برنباس او پولوس سره يې تاسو له درولېږو، 26چا چې خپل ځانونه زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د نوم دپاره په خطره کښې اچولى دى. 27د دې دپاره مونږ يهوداه او سيلاس درلېږو او هغوئ به درته په خپله دا خبرې تېرې کړى. 28دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو. 29تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“ 30نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول او اَنطاکيه ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائ جمع کړو او خط يې ورله ورکړو. 31کله چې هغوئ دا خط ولوستلو نو هغوئ په دې تسلۍ خوشحاله شول. 32يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو. 33-34هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس ايماندارانو هغوئ په خير سره خپلو استوونکو ته واپس ولېږل. 35خو پولوس او برنباس په اَنطاکيه کښې پاتې شول او هلته يې د ډېرو نورو سره د مالِک کلام اورولو او تعليم يې ورکولو.
د پولوس رسول او برنباس جدائى
36نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“ 37د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى. 38خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چې هغه د ځان سره ملګرے کړى ځکه چې يوحنا هغوئ په پمفوليه کښې ځانله پرېښے وُو او د خِدمت په کار کښې يې دوئ سره ملګرتيا نۀ وه کړې. 39د هغوئ اختلاف دومره زيات شو چې هغوئ د يو بل نه جدا شول او برنباس مرقوس د ځان سره کړو او په سمندرى جهاز کښې قبرص ته روان شو. 40خو پولوس سيلاس خوښ کړو او هغه په خپل سفر روان شو. ايماندارانو هغه د مالِک فضل ته وسپارلو. 41هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.