1
روميان 13:15
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
ប្រៀបធៀប
រុករក روميان 15:13
2
روميان 4:15
ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
រុករក روميان 15:4
3
روميان 5:15-6
او خُدائ پاک چې د صبر او د تسلۍ سرچينه دے، هغه دې تاسو له دا توفيق درکړى چې د عيسىٰ مسيح په مطابق په خپلو کښې سره يو زړۀ شئ او يو ځائ ژوند وکړئ، نو چې تاسو په يو زړۀ او يو آواز سره د خُدائ پاک، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار لوئى بيان کړئ.
រុករក روميان 15:5-6
4
روميان 7:15
نو بيا څنګه چې مسيح د خُدائ پاک د جلال دپاره ستاسو هرکلے وکړو، هم دغسې تاسو هم د يو بل هرکلے کوئ.
រុករក روميان 15:7
5
روميان 2:15
مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى.
រុករក روميان 15:2
គេហ៍
ព្រះគម្ពីរ
គម្រោងអាន
វីដេអូ