1
روميان 2:12
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
ប្រៀបធៀប
រុករក روميان 12:2
2
روميان 1:12
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
រុករក روميان 12:1
3
روميان 12:12
په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.
រុករក روميان 12:12
4
روميان 21:12
بدۍ ته خپل ځان مۀ ښکته کوئ بلکې د نېکۍ په وسيله پرې بدۍ غالب شئ.
រុករក روميان 12:21
5
روميان 10:12
لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.
រុករក روميان 12:10
6
روميان 9:12
مينه دې بېريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
រុករក روميان 12:9
7
روميان 18:12
ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ.
រុករក روميان 12:18
8
روميان 19:12
اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“
រុករក روميان 12:19
9
روميان 11:12
په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوشوجذبه قائمه ساتئ.
រុករក روميان 12:11
10
روميان 3:12
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.
រុករក روميان 12:3
11
روميان 17:12
د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.
រុករក روميان 12:17
12
روميان 16:12
په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بېوسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.
រុករក روميان 12:16
13
روميان 20:12
د دې په ځائ، ”کۀ ستا دشمنان اوږى وى نو هغوئ له روټۍ ورکړه او کۀ هغوئ تږى وى نو هغوئ ته اوبۀ ورکړه، ځکه چې ستا په داسې کولو به يې په سرونو اور بل شى.“
រុករក روميان 12:20
14
روميان 14:12-15
څوک چې تاسو زوروى د هغوئ خير غواړئ، برکت يې غواړئ او ښيرى ورته مۀ کوئ. څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.
រុករក روميان 12:14-15
15
روميان 13:12
د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.
រុករក روميان 12:13
16
روميان 4:12-5
لکه څنګه چې زمونږ په بدن کښې ډېر اندامونه دى او د ټولو اندامونو کار يو شان نۀ دے، نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو.
រុករក روميان 12:4-5
គេហ៍
ព្រះគម្ពីរ
គម្រោងអាន
វីដេអូ