بيا هغۀ پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې. او هغه يې مريدانو له ورکړې چې د خلقو په وړاندې کېږدى. او هغۀ هم هغه دوه کبان په هغوئ ټولو تقسيم کړل. هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو. او مريدانو د پاتې شوو روټو او کبانو نه دولس ډکې ټوکرۍ راټولې کړې.