خو هغه ښځه راغله، د دۀ په پښو پرېوته او چغې يې کړې، ”مالِکه، زما مدد وکړه.“ عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ هغې جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، خو بيا سپى هم هغه ټوکړې خورى کومې چې د مالِکانو د دسترخوان نه وغورزيږى.“