ګوره، تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى او تۀ به د هغۀ نوم عيسىٰ کېږدې. هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى. هغه به د تل دپاره د يعقوب په خاندان بادشاهى کوى او بادشاهى به يې هيڅکله نۀ ختميږى.“