هغه هغوئ سره د لس اتۀ ورځو نه زيات پاتې نۀ شو، بيا هغه قيصريه ته لاړو او په بله ورځ په عدالت کښې په خپله کُرسۍ کښېناستو او د پولوس د حاضرولو حکم يې وکړو. کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول.