زبور ۱۴۹
۱۴۹
یوسلو نهه څلوېښتم زبور
د ثنا او صفت سندره
1 د څښتن ثنا او صفت وکړئ
څښتن ته ووایئ نوې سندره
د وفادارو په غونډه کې یې ثنا ووایئ
2 ای اسراییلو، خوشحالي وکړئ
د خپل خالق په خاطر
ای د صهیون خلکو، خوشحالي وکړئ
د خپل پاچا په خاطر
3 د هغه د نوم ثنا او صفت وکړئ په اتڼونو باندې
د چمبو او چنګونو په وهلو یې ثنا ووایئ
4 ځکه خوشحاله دی څښتن د خپلو خلکو څخه
عاجزانو ته په سر ږدي د بري تاج
5 خوشحالي دې وکړي خدای ته وفادار خلک
خپلې کامیابۍ باندې
او په خپلو بسترو کې دې
د خوښۍ سندرې ووایي دوی
6 په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت وکړي
او دوه مخیزه تورې دې وي د دوی لاسونو کې
7 چې د قومونو نه بدل واخلي
او سزا ورکړي هغو خلکو ته
8 او زولانه کړي د هغوی پاچاهان
او په زنځیرونو یې مشران وتړي
9 او لکه څنګه چې خدای حکم کړی
چې نورو قومونو ته سزا ورکړي
دا کامیابي به وي د خدای د وفادارو خلکو
د څښتن ثنا او صفت وکړئ
Currently Selected:
زبور ۱۴۹: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.