زبور ۱۴۸
۱۴۸
یوسلو اته څلوېښتم زبور
خدای ته د ثنا ویلو په خاطر کایناتو ته بلنه
1 د څښتن ثنا او صفت وکړئ
د اسمانونو څخه وکړئ ثنا او صفت د څښتن
ای چې اوسېږئ تاسو اسماني ځایونو کې
2 ای ټولو فرښتو، د هغه ثنا ووایئ
ای ټولو اسماني لښکرو، د هغه ثنا ووایئ
3 ای لمر او سپوږمۍ، د هغه ثنا ووایئ
ای ټولو ځلېدونکو ستورو، د هغه ثنا ووایئ
4 ای اوچتو اسمانونو، د هغه ثنا ووایئ
ای د اسمان دپاسه اوبو، د هغه ثنا ووایئ
5 ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم
ځکه چې ټول یې پیدا کړي دي په خپل حکم
6 ځای په ځای کړي یې دي هغوی
خپلو ځایونو کې د تل دپاره
هغه جوړ کړی دی قانون
او بدلېدلی نه شي
7 د څښتن ثنا او صفت وکړئ ای د ځمکې مخلوقاتو
ای لویو دریابي حیواناتو او مخلوقاتو
چې اوسېږئ د بحرونو تل کې
8 ای برېښنا او ږلۍ، واورې او ورېځو
توفاني بادونو چې یې حکم منئ
9 ای ټولو غرونو او غونډیو
ای مېوه دارو ونو او ای د سبر ونو
10 ای ټولو وحشي او اهلي څارویو
ای خزندو او مرغانو
11 ای د نړۍ پاچاهانو او ټولو خلکو
ای شاهزادګانو او ای ټولو حاکمانو
12 ای ځوانانو او پېغلو
ای زړو خلکو او ماشومانو
13 ټول دې ووایي ثنا د څښتن په نوم
ځکه چې یوازې د هغه نوم لوی دی
شان او شوکت یې لوړ دی
له ځمکې او اسمانونو څخه
14 هغه خپل قوم دی قوي کړی
ترڅو د هغه ټول وفادار خلک یې ثنا ووایي
هغه دا کار کړی دی د اسراییلیانو دپاره
چې ورته ګران دي ډېر
د څښتن ثنا او صفت وکړئ
Currently Selected:
زبور ۱۴۸: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.