زبور ۱۲۴
۱۲۴
یوسلو څلورویشتم زبور
څښتن د خپل قوم ساتونکی دی
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)
1 راکړئ ځواب ای د اسراییلو قومه
څه به شوي وای په مونږه
که څښتن نه وای طرفدار زمونږه
2 که څښتن نه وای طرفدار زمونږه
کله چې وکړه حمله خلکو په مونږ باندې
3 کله چې دوی وو ډېر په قهر په مونږ
دوی به تېر کړي وای ژوندي مونږه
4 بیا به مونږ وړي وای سېلاب
او لاندې کړي به اوبو وای مونږه
5 او غړمبېدونکو څپو به وای ډوب کړي مونږه
6 ثنا او صفت دې وي څښتن ته
چې پرې یې نښودلو چې
مونږه ښکار شو د دښمن د غاښو
7 لکه مرغۍ په شان یو مونږه تښتېدلي
د ښکاري له دامه
هغه دام وشلېده او مونږه ترې وتښتېدو
8 مونږ ته کومک رارسي د څښتن له خوا نه
چا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه
Currently Selected:
زبور ۱۲۴: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.