YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۲۳

۱۲۳
یوسلو درویشتم زبور
د رحم او مهربانۍ دپاره دعا
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 سترګې مې ستا په لور نیولې دي څښتنه
تاته چې تخت دې په اسمان کې دی
2 مونږه سترګې دي نیولې ای زمونږه څښتن خدایه
لکه نوکر چې وي نیولې سترګې خپل بادار ته
لکه چې وینځې وي نیولې سترګې خپلې بادارې ته
ترڅو په مونږ باندې ته رحم وکړې
3 ای څښتنه، په مونږ ورحمېږه او په مونږه رحم وکړه
ځکه چې مونږ سره دی شوی ډېر زیات سپک رفتار
4 په مونږ ملنډې وهل شوې ډېرې زیاتې د شتمنو له خوا
او مونږ زغملی ډېر سپکاوی دی د مغرورانو

Currently Selected:

زبور ۱۲۳: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in