Bible App logo
Search Icon

زبور ۱۱۶

۱۱۶
یوسلو شپاړسم زبور
د مرګ نه د خلاصون دپاره شکرګزاري
1 مینه کومه د څښتن سره زه
ځکه چې سوال یې اورېدلی زما
او قبولې کړې یې زارۍ دي زما
2 هغه نیولی دی خپل غوږ ماته
ترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته
3 د مرګ په لومه کې راګېر شومه زه
د قبر وېره راغله په ما
په تکلیف او غم اخته شومه زه
4 نو بیا مې وکړلو فریاد څښتن ته:
«سوال کوم تاته ای څښتنه چې مې وژغوره ته»
5 څښتن رحیم او نېک دی
دی زړه سواندی زمونږ خدای
6 څښتن ساتي ساده زړي خلک
کله چې ومه په خطر کې، هغه بچ کړمه زه
7 ای زما ځانه ته ډاډه اوسه
ځکه څښتن ما سره کړی احسان
8 څښتنه تا له مرګه بچ کړمه زه
وچې دې کړې اوښکې زما
او ودې ژغورلې زما پښې
له تیندک خوړلو څخه
9 نو زه به ګرځم د څښتن حضور کې
د ژوندیو په دنیا کې
10 ما په څښتن باندې باور درلود
که څه هم ما وویل:
«زه ډېر په تکلیف کې یمه»
11 که څه هم زه وېرېدمه خو ما وویل:
«ټول انسانان دروغجن دي»
12 زه به څه ورکړم څښتن ته
د هغو ټولو احسانونو په بدل کې
چې یې کړي دي زما سره؟
13 زه به راوړمه څښتن ته نذرانه د څښلو
چې ترې مننه وکړم د خپل نجات په خاطر
14 زه به ورکړمه نذرونه چې مې منلي دي څښتن ته
د هغه د ټول قوم په مخکې
15 څومره دردناکه ده څښتن دپاره
چې کله مړ شي کوم یو د هغه له وفادارو څخه
16 زه خدمتګار یمه د ستا څښتنه
داسې خدمت دې زه کومه
چې مې مور کړی دی
زه دې خلاص کړی یم له زنځیرونو څخه
17 د شکرګزارۍ قرباني به تاته درکړمه زه
زه به تاته دعاګانې کوم
18‏-19 ۱۸-۱۹ زه به پوره کړمه خپل نذر تاته په اورشلیم کې
زه به دا کار وکړمه ستا د کور په حوېلۍ کې
چې ستا ټول قوم په کې ټولیږي عبادت دپاره
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

Currently Selected:

زبور ۱۱۶: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in