زبور ۱۱۵
۱۱۵
یوسلو پنځلسم زبور
واحد او حقیقي خدای
1 مونږ ته نه ای څښتنه مونږ ته نه
بلکې خپل نوم ته جلال ورکړه!
د خپلې مینې او وفا په سبب
2 ولې قومونه دا پوښتنه وکړي
چې د دوی خدای چېرته دی؟
3 زمونږ خدای دی په اسمان کې
هغه کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي
4 د سرو او سپینو زرو جوړ دي د هغوی بتان
هغه جوړ شوي د انسان په لاسو
5 د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شي
سترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي
6 غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شي
پوزې یې شته، خو څه بوی کولای نه شي
7 لاسونه یې شته، خو څه لمس کولای نه شي
پښې یې شته، خو ګرځېدلی نه شي
د هغوی د ستوني نه اواز نه وځي
8 چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لري
هغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه
9 ای اسراییلو، په څښتن باندې توکل کوئ
دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
10 ای کاهنانو ای د هارون اولادې
توکل وکړئ په څښتن باندې
دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
11 توکل وکړئ په څښتن باندې ای تاسو ټول
چې ترې وېره کوئ
دی مرستندوی ستاسو او ستاسو سپر دی
12 رایادوي مونږ څښتن او برکت به راکړي
هغه به ورکړي برکت اسراییلیانو ته
او د هارون اولادې یعنې کاهنانو ته
13 هغه به ورکړي برکت هغو ته
چې کړي وېره له څښتنه څخه
لویو او وړو ته یوشان
14 څښتن دې درکړي اولادونه درته
تاسو او ستاسو اولادې ته هم
15 څښتن دې درکړي برکت تاسو ته
چا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه
16 اسمان یوازې د څښتن دی
خو ځمکه یې ورکړې ده انسان ته
17 مړي نه وایي ثنا د څښتن
څوک چې روان دي لاندې
د خاموشۍ دنیا ته
18 خو مونږ ژوندي به د هغه ثنا او صفت وایو
له همدا اوس نه تر ابده پورې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!
Currently Selected:
زبور ۱۱۵: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.