Bible App logo
Search Icon

زبور ۱۱۱

۱۱۱
یوسلو یوولسم زبور
د څښتن په صفت کې
1 د څښتن ثنا او صفت وکړئ!
د څښتن شکر به وباسمه د زړه له خلاصه
زه په مجلس کې د نېکانو او د هغوی غونډه کې
2 څومره لوی دي د څښتن کارونه
هغه ټول خلک چې خوشحاله وي پرې
غواړي چې فکر وکړي په هغو باندې
3 کارونه یې ټول دي له عزت او له جلاله ډک
او عدالت د هغه پاتې تر ابده به وي
4 څښتن چې کړي عجیبه کارونه
پرېنږدې چې مونږ یې هېر کړو
دی مهربانه او رحیم دی هغه
5 ورکوي رزق هغه چاته چې ترې وېره کوي
هغه هېڅ وخت خپل لوظ نه هېروي
6 د پردو خلکو د وطن په ورکولو سره
هغه ښودلی خپل قدرت خپل قوم ته
7 دی وفادار او عادل ټولو کارونو کې خپل
حکمونه یې ټول د اعتبار وړ دي
8 وي پایدار به تر ابده پورې
هغه دي شوي په وفا او صداقت باندې
9 هغه خپل قوم ازاد کړ
او ورسره ویې کړلو تلپاتې لوظ
دی سپېڅلی او هیبتناک د هغه نوم
10 له څښتن وېره ده شروع د حکمت
څوک چې د هغه د اوامرو اطاعت کوي
ورکوي پوهه ورته
ثنا او صفت دې د هغه وي تر ابده پورې

Currently Selected:

زبور ۱۱۱: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in