Bible App logo
Search Icon

زبور ۱۱۰

۱۱۰
یوسلو لسم زبور
څښتن او د هغه غوره شوی پاچا
(د داود زبور)
1 څښتن وویل زما بادار ته:
«کښېنه زما ښي لاس ته
ترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم»
2 ستا پاچاهي به کړي پراخه له صهیونه څښتن
ته به حکومت کوې په خپلو دښمنانو باندې
3 په هغه ورځ چې کوې جنګ له دښمنانو سره
په خپله خوښه به ستا خلک راشي
سهار وختي لکه د پرخې په شان
ستا ځوانان به تاته راشي سپېڅلو غرو ته
4 څښتن قسم خوړلی
مات به نه شي هېڅ وخت
چې تر ابده به ته یې کاهن
د ملک صدق د کاهنۍ په شان
5 څښتن ولاړ دی ستا ښي لاس ته
کله چې شي هغه په قهر نو پاچاهان به کړي مات
6 محاکمه به کړي قومونه هغه
او د جنګ میدان به کړي له مړو نه ډک
هغه به ورکړي ماتې د دنیا ټولو پاچاهانو ته
7 هغه به وڅښي اوبه هغې ویالې نه چې په لاره کې ده
شي به قوي، هغه کامیاب به ګرځي

Currently Selected:

زبور ۱۱۰: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in