YouVersion Logo
Search Icon

متلونه ۱۸

۱۸
اتلسم فصل
د حکمت د خاوند او د کم عقل خبرې
1 ځان غوښتونکی انسان د خلکو نه ځان لېرې ساتي
او تل د حکمت مخالفت کوي.
2 کم عقل سړی د پوهې سره مینه نه لري
او یوازې د خپل نظر په څرګندولو خوشحالیږي.
3 کله چې شرارت راشي نو رسوایي هم راځي
او شرم او سپکاوی هم ورسره ملګري وي.
4 د انسان د خولې خبرې د ژورې څاه اوبه دي
د حکمت چینه د تنګې درې روان خوړ دی.
5 دا ښه کار نه دی چې د مجرم طرفداري دې وشي
او یا د بې ګناه حق تر پښو لاندې شي.
6 د کم عقل خبرې جنجالونه جوړوي
او خوله یې وهلو ته بلنه ورکوي.
7 د کم عقل انسان خپله ژبه بلا ده
او شونډې یې د ځان دپاره دام دي.
8 د غیبت کوونکي خبرې د خوندور خوراک په شان دي
چې د انسان له ستوني تېریږي او د ګېډې تل ته ښکته کیږي.
9 څوک چې په خپل کار کې لټي کوي
نو د ورانکارو سره ورورولي کوي.
10 د څښتن نوم ټینګ او قوي مورچل دی
چې نېک انسان هلته پناه اخلي او په امن کې وي.
11 د شتمن مال دولت د هغه دپاره ټینګه کلا ده
او فکر کوي چې د هغه دپاره یو لوړ دېوال دی.
12 کبر د تباهۍ سبب کیږي
او عاجزي د سرلوړۍ.
13 څوک چې د خبرو د اورېدلو نه مخکې ځواب ورکوي
نو دا د هغه دپاره جهالت او رسوایي راولي.
14 د انسان روح ناروغي زغملی شي
خو خفه روح هېڅوک زغملی نه شي.
15 عقلمن انسان تل د علم حاصلولو په لټون کې وي
او د هوښیار انسان غوږونه تل د علم زده کړې ته تیار وي.
16 سوغات ورکول د انسان دپاره لار خلاصوي
او د لویو خلکو سره پېژندګلوي پیدا کوي.
17 څوک چې په محکمه کې لومړی خبرې کوي بې ګناه ښکاري
ترڅو بل څوک د هغه څېړنه ونه کړي.
18 د پچې په اچولو جګړې ختمیږي
او د مخالفینو ترمنځ پرېکړې کیږي.
19 د مرور ورور پخلا کول د قوي ښار د فتح کولو نه سخت دي
او شخړې کول د کلا دروازو ته د اړمونو ایښودلو په څېر دي.
20 هوښیارې خبرې د ښې ډوډۍ په شان انسان مړوي
او سمې خبرې د خلکو د رضایت سبب ګرځي.
21 په مرګ او ژوند کې د ژبې اختیار شته
څوک چې ورسره مینه لري، د خپلو خبرو مېوه به وخوري.
شتمني او حکمت
22 چاته چې ښځه پیدا شي د نعمت خاوند شي
او د څښتن رضا او خوشحالي حاصله کړي.
23 مسکین په عاجزۍ زاري کوي
خو شتمن سخت ځواب ورکوي.
24 تش په نامه دوستان یو بل ته کنده کیندي
خو رښتینی ملګری د خپل ورور نه هم نژدې وي.

Currently Selected:

متلونه ۱۸: APB

Highlight

Copy

Compare

Share

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in