متلونه ۱۷
۱۷
اوولسم فصل
1 په سکون سره د سپورې ډوډۍ خوړل ښه دي
د هغه کور نه چې په کې کبابونه د جنګونو سره وي.
2 هوښیار نوکر به د پلار په شرمېدلي زوی باندې حکم وکړي
او د کورنۍ د نورو غړو په شان به په میراث کې برخه واخلي.
3 سره او سپین زر په اور ازمایل کیږي
خو د انسان د زړه امتحان څښتن اخلي.
4 بدکاره انسان د شرارت خبرو ته غوږ نیسي
او دروغجن انسان د تباهۍ خبرې اوري.
5 څوک چې په خوارانو ملنډې وهي
نو د هغوی د خالق سپکاوی کوي
او څوک چې د بل په مصیبت خوشحالیږي
نو بې سزا به پاتې نه شي.
6 لمسیان د خپلو مشرانو د سر تاج وي
او ماشومان په خپل مور او پلار فخر کوي.
د کم عقلانو په هکله
7 که د بې عقله سړي دپاره لویې خبرې ښه کار نه وي
نو د یو مشر سړي دپاره به دروغجنه ژبه څومره نامناسبه وي.
8 رشوت د ورکوونکي په نظر د جادو په څېر دی
هغه چې هر کار کوي نو بریالی کیږي.
9 د مینې غوښتونکی د نورو په ګناه پرده اچوي
او د یوې خبرې تکراروونکی نژدې دوستان بېلوي.
10 په عقلمن انسان یوځل سزا ډېر تاثیر کوي
خو کم عقل که سل لښتې ووهل شي بیاهم اصلاح به نه شي.
11 بدکاره انسان یوازې د سرکښۍ په لټه کې وي
خو سخته سزا به ورته ورکړل شي.
12 د یوې اېږې سره چې بچي یې چا پټ کړي وي
مخامخ کېدل ښه دي
نه د یو کم عقل سره
چې په خپل جهالت ټینګ ولاړ وي.
13 که څوک د نېکۍ په بدل کې بدي کوي
نو د کور نه به یې هېڅکله بدي لېرې نه شي.
14 د دعوې شروع د اوبو د بند د سوري په شان ده
نو د شخړو د شروع نه مخکې بحث بند کړه.
15 مجرم پرېښودل او د بې ګناه محکومول
د دواړو نه څښتن کرکه کوي.
16 کم عقل انسان حکمت په پیسو نه شي اخیستلی
ځکه چې هغه د پوهې د تر لاسه کولو دپاره هېڅ نیت نه لري.
17 یو ملګری هر وخت مینه کوي
او ورور د سختې ورځې دپاره پیدا شوی دی.
18 بې عقله سړی د بل چا په قرض کې لاس ورکوي
او ناپوهه انسان د بل چا ضمانت په غاړه اخلي.
19 جګړه خوښوونکی ګناه خوښوي
او په لوړو دېوالونو تکیه کوونکی ځان تباه کوي.
20 دروغجن انسان خیر او برکت نه مومي
او د کږې ژبې خاوند په بدۍ او بلا اخته کیږي.
21 څوک چې کم عقل زوی زېږوي خپل غم زیاتوي
او د بې عقله زوی پلار خوشحاله نه وي.
22 خوشحاله زړه شفا ورکوونکې دوا ده
خو خفه روح د انسان هډوکي وچوي.
23 بدکاره انسان په پټه رشوت اخلي
او انصاف تر پښو لاندې کوي.
24 د عقل خاوند حکمت ته تل سترګې په لار وي
خو د کم عقل نظر د ځمکې هرې خواته وي.
25 کم عقل زوی د پلار غم زیاتوي
او د مور دپاره دردونه پیدا کوي.
26 که یو بې ګناه انسان ته سزا ورکول ښه کار نه وي
نو رښتیني عزتمن خلک په لښته وهل هم مناسب نه دي.
27 د علم خاوند خپله ژبه په خپل واک کې ساتي
او پوه سړی د ارام روح خاوند وي.
28 که حتی جاهل هم چوپ پاتې شي نو د حکمت خاوند شمېرل کیږي
او هغه جاهل چې خوله پټه ساتي نو د عقل خاوند ګڼل کیږي.
Currently Selected:
متلونه ۱۷: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.