څېړونکی د کتاب پېژندنه
د کتاب پېژندنه
د څېړونکي کتاب د سپېڅلي کتاب د شعري کتابونو لکه د ایوب کتاب، د زبورونو کتاب، د سلیمان د متلونو کتاب او د غوره غزل کتاب په شان یو شعري کتاب دی چې له دې سره ټول پنځه کتابونه کیږي. د کتاب په لویه برخه کې متکلم یو حکیم دی چې ځوانو زده کوونکو ته نصیحت کوي. د ځینو روایتونو له مخې، دا کتاب د یهودیانو لوی پاچا سلیمان پورې تړل شوی دی، خو د هغه نوم په متن کې نه ښکاري. د پوهانو په عقیده دا کتاب د مسیح د پیدایښت نه شاوخوا درې سوه کاله وړاندې راټول شوی دی. په پخوانۍ اسراییلي ټولنه کې د رواجونو پر بنیاد حکمت (د خدای پېژندنه او له هغه څخه وېره) ډېر مهم ارزښت درلود، او مور او پلار د ښوونکو په توګه د ماشومانو تعلیم یې په غاړه ؤ. دغه تعلیم د اسراییلو له هغه ځانګړي تاریخ سره چې په تورات کې راغلی دی، کوم تړاو نه درلود او زیاتره ورځني ژوند ته بېل شوی ؤ.
د کتاب لیکونکی د ادبي بېلابېلو جوړښتونو څخه کار اخلي لکه نثر، شعر، متل او لنډې کیسې. ځینې مهمې اصطلاحګانې په تکراري توګه راغلې دي، لکه: لوګی او پوکی، په باد پسې منډې وهل، د اسمان لاندې، زیار او زحمت او داسې نور. همدا شان ډېر متضاد الفاظ هم په کتاب کې کارول شوي دي، لکه: حکمت او حماقت، صداقت او شرارت او داسې نور. په لومړني او اخرني فصلونو کې د لوګی او پوکی په اصطلاح ځانګړی ټینګار شوی دی.
د څېړونکي کتاب یو فلسفي کتاب دی چې اصلي موضوع یې د ځمکې په مخ د هغه څه لټون دی چې په دې ژوند کې ښه وي. د قانون استثناګانو ته په کې ډېره اشاره شوې ده (د مثال په توګه، کله کله نېکان هغه څه تر لاسه کوي چې بدکاران د هغه مستحق دي). د لیکونکي په باور د دنیاوي ګټو ساتل زیاتره د باد پسې منډې وهلو په شان دي، چې دا ګټې د هماغه باد په څېر تېرېدونکي او له لاسه تلونکي دي. د کتاب په پای کې لیکونکی دې حقیقت ته رسیږي چې ژوند د سیوري په څېر زر تېریږي. نو مونږ باید له هغو نعمتونو نه خوند واخلو چې خدای مونږ ته په موقته توګه راکړي دي. زمونږ په ژوند کې کاروبار، شتمني، حکمت او خوند یوازې تر هغه حده پورې ارزښت لري چې مونږ خپل خالق په یاد ولرو.
هغه وخت راتلونکی دی چې «خدای به د هر هغه کار په اړه قضاوت وکړي چې انسان یې تر سره کوي چې د زړه پټ رازونه هم په کې شامل دي، که هغه ښه وي او که بد» (۱۲: ۱۴). سره له دې چې ژوند په شک کې دی، خو مرګ او قضاوت حتمي دي، نو پوښتنه دا ده چې مونږ باید په څه شي پسې منډې ووهو؟
د موضوعګانو لست:
د کتاب سریزه: ۱: ۱ - ۱۱
د څېړونکي پلټنه: ۱: ۱۲ - ۶: ۹
نتیجې او موندنې: ۶: ۱۰ - ۱۱: ۶
ځوانانو ته نصیحت: ۱۱: ۷ - ۱۲: ۸
وروستنۍ خبرې: ۱۲: ۹ - ۱۴
Currently Selected:
څېړونکی د کتاب پېژندنه: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.