څېړونکی ۱
۱
لومړی فصل
د کتاب سریزه
1 دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ.
هرڅه لوګی او پوکی دی
2 دا څېړونکی وایي:
«لوګی او پوکی!
لوګی او پوکی!
نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»
3 انسان چې د اسمان لاندې زیار او زحمت وباسي
نو بیا ګټه یې څه ده؟
4 نسلونه به ځي او نور نسلونه به د هغوی په ځای راځي
خو ځمکه به تر ډېره وخته پاتې وي
5 لمر راخېژي او بېرته پرېوځي
او بېرته د یو اتل په شان ستومانه هغه ځای ته ځي
چې بیا له هغه ځایه راوخېژي
6 باد د جنوب خواته لګیږي
بیا تاویږي، د شمال په لور ځي
او همداسې تاویږي راتاویږي
بیا بېرته په خپله لاره راسمیږي
7 ټول سیندونه د بحیرې په لور بهیږي
خو بحیره هېڅکله نه ډکیږي
له هغه ځایه چې د سیند اوبه بهیږي
بیا بېرته همدا اوبه هلته روانیږي
8 ټول شیان دي ستومانه او بې خونده
چې بیان یې له وسه دی بهر
نه سترګې مړې شوې له کتلو
نه غوږونه دي ډک شوي له اورېدلو
9 هرڅه چې اوس موجود دي
لا به موجود وي
او څه چې وو پېښ شوي په پخوانیو زمانو کې
بیا به تکرار شي
نو هېڅ کوم نوی شی به نه وي د اسمان لاندې
10 داسې څه به وي چې څوک وویلی شي:
«وګوره، دا شی نوی نه دی؟»
خو هغه هم له پخوا نه موجود ؤ
کلونه مخکې له مونږ نه
11 تېر نسلونه د هېچا په یاد نه دي
او حتی هغه راتلونکي نسلونه چې لا نه دي پیدا شوي
هغوی به هم همداسې هېر شي
له هغو خلکو نه چې راځي هغوی نه وروسته
د څېړونکي پلټنه
د ژوند د هلو ځلو په اړه څېړنې
12 زه څېړونکی په اورشلیم کې د اسراییلو پاچا وم. 13 ما پرېکړه وکړه چې په ټوله نړۍ کې چې هرڅه تر سره کیږي ولټوم او هغه په حکمت سره وڅېړم. نو بیا پوه شوم چې خدای د سختو کارونو او تکلیفونو دروند بار د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي. 14 ما دا هرڅه چې د اسمان لاندې تر سره کیږي، لیدلي دي. نو وګوره چې دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.
15 کوږ شی هېڅکله نه شي سمېدلی
او ناموجود شی نه شي شمارېدلی
16 له ځان سره مې وویل: «وګوره، زه دومره پوه او هوښیار سړی شوی یم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېڅوک داسې هوښیار نه ؤ تېر شوی.» 17 نو پرېکړه مې وکړه چې حکمت وپېژنم او تر څنګ یې جهالت او حماقت هم وپېژنم، خو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې دا کار هم په باد پسې منډې وهل دي.
18 څومره چې د چا حکمت لوړیږي
نو هغومره یې کړاوونه هم ډېریږي
او هغه څوک چې خپله پوهه لوړوي
نو خپل دردونه ډېروي
Currently Selected:
څېړونکی ۱: APB
Highlight
Copy
Compare
Share
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.