YouVersion Logo
Search Icon

روت 2

2
دوېم باب
د روت د بوعز په پټى کښې کار کول
1د نعومى يو رشته‌دار وو چې نوم يې بوعز وو، دا يو مالدار او مشر سړے وو، کوم چې د هغې د خاوند اِلى‌مَلِک د خاندان نه وو. 2يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“ 3روت پټو ته لاړه او لَوګرو پسې وروستو پاتې شوى وَږى يې راټولول. نو داسې وشول چې هغه د بوعز په پټى کښې وه. 4په دې کښې بوعز په خپله د بيت‌لحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“ 5بوعز د لَوګرو مشر نه تپوس وکړو، ”دا ځوانه ښځه څوک ده؟“ 6مشر جواب ورکړو، ”دا ځوانه ښځه د نعومى سره د موآب نه راغلې ده. 7هغې ما ته ووئيل چې ما په لَوګرو پسې پاتې شوو وږو راټولولو ته پرېږده. هغه د سحر وختى نه تر اوسه پورې کار کوى او د لږې لحظې دپاره دالان لاندې دمې ته کښېناسته.“ 8بيا بوعز روت ته ووئيل، ”زما خبره واوره، د دې پټى نه بغېر بل ځائ کښې وَږى مۀ ټولوه، دلته د ښځو سره يو ځائ اوسه، 9سړو ته ګوره چې چرته هغوئ لو کوى نو په هغوئ پسې شاته ښځو سره کار کوه. ما خپلو سړو ته وئيلى دى چې هغوئ تا نۀ تنګوى. هر کله چې تۀ تږې شې، نو د هغې منګو نه اوبۀ څښه چې دوئ ډک کړى دى.“ 10روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“ 11بوعز ووئيل، ”زۀ د هر څۀ نه خبر يم چې تا د خاوند د مرګ نه پس د خواښې څومره خِدمت کړے دے. ما ته پته ده چې تا څنګه مور پلار او خپل مُلک پرېښودو او هغه خلقو له راغلې چې تا مخکښې نۀ پېژندل. 12مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“ 13روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“ 14د خوراک په وخت بوعز روت ته ووئيل، ”روټۍ واخله، او دا سرکې سره وخوره.“ نو هغه د لَوګرو سره کښېناسته، او بوعز څۀ وريتې دانې هم هغې له ورکړې. هغې دومره وخوړه چې پرې ښۀ مړه شوه، او څۀ خوراک پاتې هم شو. 15‏-16کله چې هغه وَږو ټولولو له ورغله، بوعز لَوګرو ته حُکم وکړو، ”پرېږدئ چې هغه وَږى هم راټول کړى چرته چې ګېډۍ پرَتې دى، او هغه بېخى مۀ منع کوئ. د دې نه علاوه، څۀ وَږى د ګېډو نه ورله راوباسئ چې هغه يې راټول کړى.“ 17نو روت تر ماښامه پورې په پټى کښې وَږى راټولول، کله چې هغې دا ټول وټکول، تقريباً اتۀ سېره وُو. 18نو هغې دا ښار ته يوړل او خواښې ته يې وښودل چې هغې څومره راټول کړى دى. او د هغې د خوراک نه پاتې شوې وريتى دانې يې هم هغې له ورکړې. 19نعومى د هغې نه تپوس وکړو، ”تا نن دا دومره وَږى چرته نه راټول کړى دى؟ تا د چا په پټى کښې کار کولو؟ هغه سړے دې بختور شى چې ستا خيال يې وساتلو.“ نو روت نعومى ته ووئيل چې، ”نن ما د چا په پټو کښې کار کولو د هغه سړى نوم بوعز دے.“ 20نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشته‌دار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“ 21بيا روت ووئيل، ”د دې نه ښۀ خبره دا ده، چې هغۀ ما ته ووئيل چې د لَوګرو د کار تر ختمولو پورې وَږى راټولوه.“ 22نعومى روت ته ووئيل، ”آو لورې، دا به ډېره ښۀ وى چې د بوعز په پټو کښې د ښځو سره کار کوې. کۀ چرې تۀ د بل چا پټو ته لاړې نو څوک به لاس درواچوى.“ 23نو روت د هغوئ سره کار کولو او وَږى يې راټولول، تر هغې پورې چې ټول غنم او اوربشې ورېبلے شوې. او د خپلې خواښې سره اوسېده.

Currently Selected:

روت 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy