YouVersion Logo
Search Icon

روت 1

1
اول باب
د اِلى‌مَلِک د خاندان موآب ته تلل
1‏-2ډېر پخوا، چې کله قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اِلى‌مَلِک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيت‌لحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره لاړو. دوئ لا هلته اوسېدل 3چې اِلى‌مَلِک مړ شو، نو نعومى د دوو زامنو سره يواځې پاتې شوه، 4نو هغوئ د موآبۍ ښځو عرفه او روت سره ودونه وکړل. تقريباً لس کاله وروستو 5محلون او کِليون هم مړۀ شول، او نعومى بېخى يواځې پاتې شوه، چې نۀ يې خاوند وو او نۀ زامن.
د نعومى او روت بيت‌لحم ته واپس راتلل
6څۀ وخت وروستو نعومى خبر شوه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو ته د فصلونو نعمت ورکړو، هغه د اِنږوريانو سره د موآب نه تللو ته تياره شوه. 7دوئ يو ځائ يهوداه ته واپس روانې شوې، خو په لاره کښې 8نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو ميندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ. 9او مالِک خُدائ دې وکړى چې تاسو دواړه بيا وادۀ شئ او خپل کورونه آباد کړئ.“ نو نعومى هغوئ رخصتولو دپاره ښُکلې کړې. خو هغوئ په ژړا شوې 10او هغوئ هغې ته ووئيل، ”نه، مونږ به تا سره ستا مُلک ته ځُو.“ 11نعومى په جواب کښې ورته ووئيل، ”زما لوڼو، تاسو واپس لاړې شئ، تاسو ما سره ولې تلل غواړئ؟ په دې خيال چې زما به بيا زامن وشى او هغوئ به تاسو وادۀ کړى؟ 12واپس خپلو کورونو ته لاړې شئ، زۀ ډېره بوډۍ او د بيا وادۀ کېدو نۀ يم. کۀ چرې زۀ داسې وګڼم چې تر اوسه څۀ اُميد شته، نو کۀ نن شپه وادۀ هم شوم او زما زامن وشول، 13تاسو به د هغوئ د غټېدو اِنتظار کوئ څۀ؟ دا به تاسو د بل چا سره د ودېدو نه ايساروى څۀ؟ نه، زما لوڼو، تاسو ته پته ده چې دا نۀ شى کېدے. مالِک خُدائ زما مل نۀ دے، په تاسو زما زړۀ سوزى.“ 14دوئ بيا په ژړا شوې. عرفه په مخه ښه وئيلو دپاره خواښې ښُکله کړه او واپس کور ته لاړه، خو روت د هغې لمن نيولې وه. 15نو نعومى هغې ته ووئيل، ”اے روت، ستا يور خپلو خلقو او د هغوئ معبودانو له لاړه. هغې پسې واپس کور ته لاړه شه.“ 16خو روت ورته ووئيل، ”ما د ځان نه مۀ شړه، ما ته مۀ وايه چې درنه ايساره شم. چې چرته ځې، هلته به ځم، چې چرته اوسې، هلته به اوسم. ستا خلق به زما خلق وى، او ستاسو خُدائ پاک به زما خُدائ پاک وى. 17چې چرته مرې، هلته به مرم، چې چرته ښخېږې هلته به ښخېږم. مالِک خُدائ دې ما ته په قهر شى کۀ د مرګ نه بغېر په بل څۀ ستا نه جدا شم.“ 18کله چې نعومى ته پته ولګېده چې روت د تلو کلکه اراده کړې ده، نو هغې نور څۀ ورته ونۀ وئيل. 19دوئ مزل کولو چې بيت‌لحم ته ورسېدې. د هغوئ په رسېدو، د ښار ټول خلق د هغوئ په ننداره شول، او ښځو ووئيل، ”دا په رښتيا نعومى ده؟“ 20هغې ووئيل، ”ما ته نعومى مۀ وايئ، ما ته ماره وايئ، ځکه چې قادر خُدائ زما ژوند تريخ کړے دے. 21زۀ بختوره لاړم، خو مالِک خُدائ تش لاس سپېره راولېږلم. ما ته ولې نعومى وايئ، چې قادر خُدائ زۀ غورزولې يم. او هغۀ په سختۍ کښې اچولې يم؟“ 22نو داسې، نعومى د خپلې موآبۍ اِنږور روت سره د موآب نه واپس راغله. د اوربشو لَو شروع وو، چې دوئ بيت‌لحم ته ورسېدلې.

Currently Selected:

روت 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy