YouVersion Logo
Search Icon

روميان 3

3
درېم باب
1نو بيا يهودى په غېر يهودى باندې څۀ غوره والے لرى؟ او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟ 2په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو. 3دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بې‌وفا وُو، خو ولې د دوئ بې‌وفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟ 4نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“ 5خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بې‌اِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم. 6نه، هيڅکله نه. کۀ چرې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے نۀ وى، نو بيا به هغه د دُنيا عدالت څنګه وکړى؟ 7خو کۀ چرې زما د دروغو په وجه د خُدائ پاک حقيقت او د هغۀ لوئى ښکاره کيږى نو ولې بيا زۀ اوس هم د ګناه ګار په توګه مجرم ګڼلے شم؟ 8لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.
څوک هم صادق نۀ دے
9نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى. 10لکه چې صحيفې وائى چې، ”څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته. 11داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى، داسې هيڅوک نشته چې د خُدائ پاک لټون کوى. 12ټول اوړېدلى دى، او ټول بې‌کاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته. 13د هغوئ مرۍ د پرانستى قبرونو په شان دى، هغوئ د خپلو ژبو سره دوکې ورکوى، د هغوئ د شونډو لاندې د مارانو زهر پراتۀ دى. 14د هغوئ خولې د لعنتونو نه او د ترخو خبرو نه ډکې دى. 15د هغوئ پښې د وينې د تويولو دپاره په منډه دى. 16تباهۍ او بربادۍ د هغوئ په لارو کښې دى. 17هغوئ د سلامتۍ د لارې نه نا آشنا دى. 18هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.“ 19اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى. 20ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى.
د ايمان په وسيله صداقت
21خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى. 22لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته. 23ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى. 24خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. 25ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو، 26د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى. 27نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے. 28ځکه مونږ دا وايو چې خُدائ پاک بنى آدم د ايمان په وسيله صادق کوى، نۀ چې د شريعت په کارونو. 29ولې خُدائ پاک يواځې د يهوديانو خُدائ پاک دے؟ ولې هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک نۀ دے څۀ؟ بې‌شکه هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک هم دے. 30ځکه چې خُدائ پاک يو دے او هغه به سنت شوى د ايمان په وسيله او ناسنته هم د ايمان په وسيله صادق کړى. 31نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.

Currently Selected:

روميان 3: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in