YouVersion Logo
Search Icon

روميان 2

2
دوېم باب
د خُدائ پاک رښتينى عدالت
1اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ. 2اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى نو خُدائ پاک په اِنصاف سره د هغوئ عدالت کوى. 3نو کله چې تاسو نور په داسې کارونو مجرموئ، او بيا تاسو په خپله هم هغه کارونه کوئ نو ولې تاسو دا سوچ کوئ چې ګنې تاسو به د خُدائ پاک د عدالت نه بچ شئ څۀ؟ 4او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟ 5بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى. 6هغه به هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکړى. 7څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى. 8خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى. 9د هغوئ ټولو دپاره به مصيبت او تکليفونه وى څوک چې بدکاره وى، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره. 10خو د ټولو نېکى کوونکو دپاره جلال او عزت او سلامتى ده، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره. 11ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى. 12هغوئ ټولو چا چې د موسىٰ د شريعت نه بغېر ګناه کړې وى، نو هغوئ به د شريعت نه بغېر هلاک شى، او هغوئ ټولو چا چې د شريعت د لاندې ګناه کړې وى، هغوئ به د شريعت د لاندې سزا مومى. 13ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى. 14هغه غېر‌يهوديان چې د شريعت نه ناخبره وى او په قدرتى توګه هغه څۀ کوى څۀ چې په شريعت کښې وى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ سره شريعت نشته، خو د هغوئ عمل ورته شريعت دے. 15نو هغوئ دا ښکاره کوى څۀ چې په شريعت کښې دى هغه د هغوئ په زړُونو ليکلى دى. د هغوئ ضمير د هغې ګواهى ورکوى او د هغوئ خيالونه به هغوئ ملامتوى او يا به د هغوئ دفاع کوى. 16دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.
يهوديان او شريعت
17خو کۀ تاسو ځان ته يهوديان وايئ او په شريعت ټينګ ولاړ يئ او خُدائ پاک سره په خپل تعلق فخر کوئ، 18او تاسو ته د هغۀ رضا معلومه ده او د ښو او بدو نه خبر يئ، دا ځکه چې تاسو ته په شريعت کښې دا تعليم درکړے شوے دے، 19او ستاسو په دې يقين دے چې تاسو د ړندو لارښودونکى يئ او د هغوئ دپاره رڼا يئ څوک چې په تيارۀ کښې دى، 20او تاسو د کم عقلو معلِم او د ماشومانو اُستاذان يئ، ځکه چې په شريعت کښې تاسو د عِلم او د حقيقت مالِکان يئ، 21نو بيا تاسو چې نورو ته تعليم ورکوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله تعليم نۀ زده کوئ؟ تاسو خو دا تعليم ورکوئ چې غلا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله غلا کوئ؟ 22تاسو وايئ چې زنا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله زنا کوئ؟ تاسو چې بُتان پليت ګڼئ، نو بيا ولې تاسو بُت‌خانې لوټ کوئ؟ 23سره د دې چې تاسو په شريعت فخر کوئ نو بيا ولې تاسو د شريعت په ماتولو د خُدائ پاک سپکاوے کوئ؟ 24ځکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”هم ستاسو په وجه به غېر‌يهوديانو کښې د خُدائ پاک د نوم سپکاوے وشى.“ 25سنت کېدل فائده مند دى خو چې تاسو په شريعت عمل کوئ، خو کۀ تاسو چرې په شريعت عمل نۀ کوئ نو ستاسو سنت داسې دے لکه بې‌سنته. 26نو کۀ يو ناسنته په شريعت عمل کوى نو ولې هغه ناسنته به سنت شوى ونۀ ګڼلے شى څۀ؟ 27هغه به ناسنته وى خو په شريعت د عمل کولو په وجه به تاسو د هغۀ په مقابله کښې مجرم کړے شئ ځکه چې تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجود دے او سنت شوى يئ خو د دې باوجود هم شريعت ماتوئ. 28يو انسان په ظاهرى نښو رښتونے يهودى کېدے نۀ شى او نۀ صحيح سنت کېدل په جسم کښې ښکاره نښې ته وائى. 29خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.

Currently Selected:

روميان 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy