YouVersion Logo
Search Icon

رويا 2

2
دوېم باب
د اِفِسوس جماعت دپاره پېغام
1”د اِفِسوس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا د هغۀ پېغام دے چا چې اووۀ ستورى په خپل ښى لاس کښې نيولى دى څوک چې د سرو زرو د اوو ډيوټونو په مينځ کښې ګرځى. 2زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل. 3ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې. 4خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تا هغه وړومبۍ مينه پرېښې ده. 5خو هغه راياد کړه چې تۀ د څومره اوچت مقام نه پرېوتلې، خو اوس توبه وباسه او هغه کار کوه لکه چې مخکښې دې کړے وو. کۀ تۀ توبه ونۀ باسې نو زۀ به راشم او ستا ډيوټ به د خپل ځائ نه لرې کړم. 6خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښې شته چې تۀ د نيکليانو د کارونو نه نفرت کوې لکه چې زۀ يې ترې کوم. 7د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.
د سمرنه جماعت دپاره پېغام
8د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى، 9ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے. 10د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم. 11د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى، چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو دوېم مرګ به ورته هيڅ نقصان ونۀ رسوى.
د پرګمون جماعت دپاره پېغام
12د پرګمون د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې چا سره تېرۀ دوه مخيزه تُوره ده هغه داسې فرمائى، 13ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى. 14خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډ‌وډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى. 15هم دغه شان په تاسو کښې ځينې کسان شته دے چې د نيکليانو د تعليم پيروى کوى. 16نو توبه وباسه، کۀ نه نو زۀ به زر راشم او په هغه تُوره به د هغوئ سره جنګ وکړم کومه چې زما د خولې نه راوځى. 17د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.
د تواتيره جماعت دپاره پېغام
18د تواتيره د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې د خُدائ پاک زوئ داسې فرمائى د چا سترګې چې د اور د شغلو په شان دى او چې پښې يې د زېړو په شان ځليږى، 19ما ته ستا د ټولو عملونو، ستا د مينې، ايماندارۍ، خدمت او صبر پته ده. ما ته پته ده چې ستا اوسنى عملونه ستا د مخکښينو عملونو نه بهتر دى. 20خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى. 21ما هغې ته د توبې ويستلو موقع ورکړه خو هغه د خپلې حرامکارۍ نه توبه نۀ وباسى. 22نو زۀ به هغه د کټ په رنځ وغورزوم او هغوئ چې ورسره يې زنا کړې ده، هغوئ به په ډېره سخته تنګسيا کښې راګېر کړم ترڅو چې هغوئ د هغې د کړو نه توبه ونۀ باسى. 23او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم. 24خو اے د تواتيره نورو اوسېدونکو چې دا تعليم نۀ منئ او د هغې نه ناخبره يئ کومې ته چې هغوئ د شېطان پټ او ژور چال وائى، زۀ تاسو ته وايم چې زۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم. 25بس په هغه څۀ تر هغې ټينګ پاتې شئ ترڅو چې زۀ درنۀ شم. 26هر هغه څوک چې کامياب شى او هغه چې زما د وينا په مطابق تر آخره عمل کوى نو زۀ به ورله په قومونو اختيار ورکوم. 27هغه به پرې زورَور حکومت کوى او د خاورو د لوښو په شان به يې ټوټې ټوټې کړى. هغه اختيار ما ته د خپل پلار نه راکړے شوے دے. 28او زۀ به هغۀ له د سبا ستورے ورکړم. 29د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“

Currently Selected:

رويا 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy