YouVersion Logo
Search Icon

رويا 1

1
اول باب
مقدمه
1دا هغه رويا ده چې خُدائ پاک عيسىٰ مسيح ته ورکړه چې هغه خپلو غلامانو ته هغه خبرې وښائى چې کومې به زر تر زره پېښيږى. هغۀ خپله فرښته خپل غلام يوحنا ته په رالېږلو دا خبرې هغۀ ته وښودلې، 2چا چې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ مسيح او د هغۀ ټول هر څۀ چې هغه وليدل ګواهى ورکړه. 3بختور دے هغه څوک چې دا پېشګوئى نورو خلقو ته لولى او بختور دى هغه خلق چې دا کلام اورى او چې څۀ په کښې ليکلى دى په هغې عمل کوى، ځکه چې وخت رانزدې دے. 4دا خط د يوحنا د طرف نه د آسيه صوبې د اوو جماعتونو په نوم، په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے، او د هغه اوو روحونو د طرفه چې د هغۀ د تخت د وړاندې دى، 5او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو. 6هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين. 7ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى. آمين. 8مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“
د حضرت عيسىٰ مسيح په باب کښې رويا
9زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم. 10او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو. 11هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“ 12زۀ ورپسې راتاو شوم چې دا څوک دے چې ما سره خبرې کوى، او چې زۀ راتاو شوم نو ما د سرو زرو اووۀ ډيوټونه وليدل. 13او د دې ډيوټونو په مينځ کښې ما يو کس د اِبن آدم په شان وليدلو چې تر پښو پورې يې چُوغه اغوستې وه او په سينه يې د سرو زرو سينه بند تاو کړے وو. 14د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ او يا واورې په شان سپين وُو او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان وې. 15او د هغۀ پښې د زېړو په شان ځلېدلې څنګه چې په بټۍ کښې سرې شوې وى او د هغۀ آواز لکه د تېزو اوبو په شان وو. 16او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو. 17کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم، 18او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى. 19د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې، څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى. 20تا چې زما په ښى لاس کښې اووۀ ستورى ليدلى دى او هغه اووۀ د سرو زرو ډيوټونه، د هغې راز دا دے چې اووۀ ستورى د اوو جماعتونو فرښتې دى او دا اووۀ ډيوټونه اووۀ جماعتونه دى.“

Currently Selected:

رويا 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy