فيليپيانو 3:2-8
فيليپيانو 3:2-8 PYPB
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ. تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ. ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو.