YouVersion Logo
Search Icon

فيليپيانو 2

2
دوېم باب
د حضرت عيسىٰ مسيح عاجزى په ځان کښې راوستل
1نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى، او يا څۀ رحم او همدردى وى، 2نو تاسو زما خوشحالى پوره کړئ چې په يو فکر، يوه مينه شئ، چې په يو زړۀ او يو مقصد شئ. 3د خود غرضۍ او بې‌ځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ. 4تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ. 5ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. 6هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. 7بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، 8هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو. 9هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. 10نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى، 11او د خُدائ پلار د جلال دپاره دې هر څوک دا اقرار وکړى چې عيسىٰ مسيح مالِک دے.
په دُنيا کښې د نُور په شان وځلېږئ
12په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ. 13ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى. 14هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ، 15نو چې تاسو بې‌داغه او پاک شئ. او په بدو او بې‌لارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ. 16تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بې‌فائدې شوه او نۀ زما خوارى بې‌ځايه لاړه. 17خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم. 18نو تاسو هم دغه شان خوشحاله اوسئ او ما سره په شريکه خوشحالى کوئ.
تيموتيوس او اِپفروديتوس
19د مالِک عيسىٰ مسيح نه زۀ اُميد کوم چې ډېر زر به زۀ تاسو ته تيموتيوس درولېږم چې زۀ ستاسو د حالت نه خبر شم نو خوشحاله به شم. 20ځکه چې دلته د هغۀ په شان بل څوک نشته چې په صفا زړۀ ستاسو دپاره فکرمند وى. 21ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح. 22خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو. 23نو زۀ اُميد کوم څنګه چې ما ته د خپل حال پته ولګى نو زۀ به زر تر زره هغه درولېږم. 24او زما په مالِک پوخ يقين دے چې زۀ به په خپله هم زر درشم. 25خو زۀ دا ضرورى ګڼم چې خپل ورور او د خِدمت ملګرے او د يو مورچې فوجى اِپفروديتوس تاسو له درولېږم څوک چې ستاسو پېغام وړونکے هم دے او څوک چې تاسو راولېږلو چې زما ضرورتونه پوره کړى. 26هغه ستاسو د ټولو د ليدلو خواهشمند دے او پرېشانه دے ځکه چې تاسو د هغۀ د بيمارۍ په حقله اورېدلى وُو. 27خو په حقيقت کښې هغه ډېر بيمار وو او مرګ ته نزدې وو، خو خُدائ پاک په هغۀ رحم وکړو، او صرف په هغۀ نه، بلکې په ما يې هم وکړو چې په ما د غم دپاسه غم نۀ وى. 28ځکه خو ما سره هم د هغۀ د درلېږلو خيال نور زيات شو چې تاسو هم هغه ووينئ او خوشحاله شئ او زما پرېشانى به هم کمه شى. 29نو په مالِک کښې په ډيرې خوشحالۍ سره د هغۀ هرکلے وکړئ، او هغۀ له دومره عزت ورکړئ چې داسې خلقو له ورکول په کار وى، 30ځکه چې هغه د مسيح د کار دپاره تقريباً مرګ ته نزدې شوے وو، او هغۀ خپل ژوند په خطره کښې د هغه خِدمت سر ته رسولو دپاره واچولو کوم چې تاسو ما دپاره ونۀ کړے شو.

Currently Selected:

فيليپيانو 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy