YouVersion Logo
Search Icon

فيليمون ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
په اِنجيل شريف کښې د فيليمون خط د ټولو نه ورکوټے خط دے. په دې خط کښې پولوس رسول ټولو مسيحى ايماندارانو ته په خپلو کښې د ورورولۍ تعليم ورکوى، او د خفګان نه وروستو د پخلا کېدو تعليم ورکوى. اونيسيموس د فيليمون نوکر وو. او فيليمون د کولوسيانو په جماعت کښې يو ايماندار وو. اونيسيموس د فيليمون نه غلا وکړه او وتښتېدلو نو په هغه زمانه کښې د داسې کار سزا مرګ وه. د هغۀ د تښتېدلو په دوران کښې اونيسيموس د پولوس رسول په ذريعې سره په حضرت عيسىٰ مسيح ايمان راوړو او ايماندار شو. نو بيا پولوس رسول فيليمون ته يو خط وليکلو چې هغه دې خبرې ته تيار کړى چې اونيسيموس ته سزا ور نۀ کړى او هم داسې بې‌سزا يې پرېږدى او په حضرت عيسىٰ مسيح کښې ورته د ورور په سترګه وګورى. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۶ آيت ”ستا دپاره زما دا دُعا ده چې کوم شراکت چې د ايمان په وسيله په تا کښې پېدا شوے دے هغه دې نور هم اثرناک شى او تۀ دې د ټولو هغه برکتونو چې په مسيح کښې دى په پوره توګه محسوس کړې.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy