YouVersion Logo
Search Icon

فيليمون 1

1
اول باب
دُعا او سلام
1زۀ پولوس دا خط چې د عيسىٰ مسيح دپاره قېدى يم او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه خپل ګران د خدمت ملګرى فيليمون 2او ورسره خپلې خور افيه او ورور ارخيپوس ته چې زمونږ پرجوش کارکن دے او ستاسو د کور جماعت ته ليکم. 3زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. 4زۀ چې کله تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم نو د خپل خُدائ پاک شُکر کوم، 5ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم. 6ستا دپاره زما دا دُعا ده چې کوم شراکت چې د ايمان په وسيله په تا کښې پېدا شوے دے هغه دې نور هم اثرناک شى او تۀ دې د ټولو هغه برکتونو چې په مسيح کښې دى په پوره توګه محسوس کړې. 7اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.
پولوس رسول د اونيسيموس دپاره سفارش کوى
8اګر کۀ زۀ په مسيح کښې دومره زړَور يم چې تا ته د خپل کار کولو حُکم درکړم، 9خو زۀ تا ته د مينې په بنياد مِنت کوم او زۀ پولوس دا د يو بوډا سړى په طور او هم د عيسىٰ مسيح د يو قېدى په حيثيت کوم. 10زۀ تا ته د خپل زوئ اونيسيموس دپاره مِنت کوم، د چا چې زۀ د قېد په دوران کښې روحانى پلار جوړ شوم. 11اول خو هغه ستا دپاره بې‌کاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے. 12زۀ هغه تا ته واپس درلېږم هغه څوک چې زما د زړۀ سر دے. 13ما غوښتل چې هغه ځان سره پاتې کړم، چې د زيرى دپاره د قېد کېدلو په دوران کښې ستا په ځائ هغه زما خِدمت وکړى. 14خو ما ستا د مرضۍ نه بغېر داسې يو کار کول ونۀ غوښتل، ځکه چې ستا نېک کار ستا په مرضۍ دے او د زبردستۍ په وجه نۀ دے. 15شايد چې هم دا وجه وه چې هغه ستا نه د لږ وخت دپاره جدا شو، د دې دپاره چې هغه به بيا د تل دپاره تا سره وى. 16خو نور هغه د غلام په شان نه بلکې د غلام نه زيات دے، ځکه چې هغه ما ته يو ګران ورور دے. نو اوس به هغه تا ته د يو انسان او په مالِک کښې د ورور په شان وى. 17نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼې نو دے داسې قبول کړه لکه څنګه چې تۀ ما قبلوې، 18او کۀ هغۀ چرې تا ته څۀ نقصان درکړے وى او يا پرې ستا څۀ قرض وى نو هغه ما پسې وليکه. 19زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې. 20اے وروره، زۀ په مالِک کښې تاسو نه د خير طمع کوم. هغه دا چې په مسيح کښې زما زړۀ تازه کړه. 21زما ستا په فرمانبردارۍ باور دے، زۀ درته دا ليکم او په دې پوهېږم چې تۀ به زما دا خواست پوره کړې، بلکې زما د وينا نه به زيات څۀ وکړې. 22او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.
آخرى سلامونه
23اِپفراس چې د عيسىٰ مسيح په وجه ما سره قېدى دے تا ته سلامونه وائى، 24او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى. 25د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى.

Currently Selected:

فيليمون 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy